شاته

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سبا د استېنافي شکایتونو څېړنه پیلوي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سبا د هغو استېنافي شکایتونو څېړنه پیلوي چې په ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اړه شوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۳۴ ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اعتراض، ۶۳۰۰ شکایتونه ثبت کړي چې تر ډېره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې له‌خوا دي او د استېناف غوښتنه په‌کې شوې.

دا کمېسیون وايي، د یو شمېر اعتراضونو تصنیف‌بندي هم پیل شوې، خو د دې شکایتونو په اړه د تحلیل، څېړنې او پرېکړې بهیر سر له سبا پیلېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب‌الدین رویدار وايي، د ثبت شویو شکایتونو شمېر خورا ډېر دی، خو دوی په شپږو کټګوریو وېشلي او دغه‌شان یې پرېکړه کړې چې له هغو ولایتونو خپل کارکوونکي مرکزي کمېسیون ته راوغواړي په کومو کې چې کار بشپړ شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار

هغه وویل: "موږ دارالانشا ته لارښوونه کړې چې د تحلیل، بررسۍ، تدقیق او د تطبیق په څانګو کې ظرفیتونه زیات کړي، یعنې نور کارکوونکي ورکړي، بېلابېل ټیمونه جوړ کړي څو دا دندې ووېشل شي، څکه د کار حجم زیات دی او په دې سره به موږ وشو کولای چې د قانون له‌خوا په راکړل شوي وخت کې خپلو پرېکړو ته ورسېږو."

که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په مرکز کې د استېنافي شکایتونو د تحلیل، څېړنې او په اړه‌یې د پرېکړې بهیر سبا د سې شنبې په ورځ پیلوي، خو لا هم د ولایتي کمېسیونونو هغه پرېکړه نه‌ده عملي شوې چې له مخې یې په ۲۱ ولایتونو کې باید ۵۳۲۱ محلونو رایې له سره وشمېرل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د دې محلونو په اړه‌یې د عملیاتي پلان د جوړولو په هدف معلومات د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپارلي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، دوی ته استول شوی معلومات ستونزې لري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر قطب‌الدین رویدار دغه‌شان وايي، ژر به د هغو محلونو یو بشپړ نوملړ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته واستول شي چې د رایو بیا شمېرنه باید په‌کې ترسره شي.

له دې وړاندې هم پر ټاکنو د څار بنسټونو نیوکه کړې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کارونه پڅ مخ ته ځي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون بیا د دې نیوکې په ځواب کې وايي، دوی ته له سرعت دقت ډېر مهم دی.

که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنو نا څرګند برخلیک په هره برخه کې د رامنځته شویو اغېزو په اړه غږونه راپورته کړي، خو د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د ملي یووالي حکومت به د ټاکنو د وروستۍ پایلې تر اعلان پورې دوام وکړي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غوندې دمخه رسنیو ته په خبرو کې وکړې.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

هغه وویل: "د دې حکومت د جوړېدو هوکړې ته په کتو د ملي یووالي حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلې تر اعلان پورې دوام کوي، د ځینو ګمارنو او یو شمېر یو طرفه پرېکړو په اړه شوقونه شته چې په هېڅ صورت دا په هېواد کې د ثبات په ګټه نه‌دي."

ښاغلي عبدالله دغه‌شان خبرداری ورکړ چې د ټاکنو د وروستۍ پایلې تر اعلان وړاندې په دولتي ادارو کې خپل‌سري بدلونونه به افغانستان سیاسي بې‌ثباتۍ ته بوځي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان یا تلې میاشتې په شپږمه وشوې، خو تر اوسه‌یې یوازې لومړنۍ پایله اعلان شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له‌خوا د پرېکړې تر اعلان وروسته به، د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایله اعلانېږي.

اوس‌مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۵ نورې ورځې وخت لري چې د استېناف غوښتنې شکایتونو په اړه پرېکړه وکړي.