شاته

هلمند کې د کلدارو د بندولو لپاره ضرب الاجل وټاکل شو

د هلمند مقاماتو په دغه ولایت کې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د بنديز لپاره لس ورځې ضرب الاجل ټاکلی دی.

د هلمند والي جنرال یاسین خان د یکشنبې په ورځ (جنوري۱۹) د افغانیو د ترویج په موخه یوې جوړې شوي غونډه ته وویل: "که تر لسو ورځو په ښار او ولسوالیو کې په پاکستاني کالدارو سوداګري بنده نه شي له سرغړوونکو څخه به بهرنۍ پیسې ضبط او دقانون منګولو ته به یې وسپاري."

اووه میاشتې وړاندې په هلمند کې د افغانیو د ترویج کمپاین پیل شوی او د چارواکو په وینا تر کمپاین راوروسته۹۰ سلنه راکړه ورکړه په افغانیو کیږي.

بل خوا د افغانیو د کارولو په اړه د لښکرګاه ښار ځينې هټيوال وايي چې د عمده پلورونکو څخه توکي په کالدارو او ډالرو پیري او بازار کې یې په کالدارو پلوري ځکه چې د هغهو په وینا د افغانیو ارزښت ثابت نه دی او ډېری وخت یې کاروبار زیانمنوي.

د لښکرګاه ښار د ټوکرانو یو پلورونکی محمد عمر امریکا غږ ته وویل" په ښار کې په ډېره کمه اندازه افغانۍ کارول کیږي ځکه د کالدارو په پرتله افغانۍ کمې دي او د افغانیو بانک نوټونه زاړه دي."

یو بل هټیوال ګلبدين وویل "حکومت د دې توان نه لري چې په بشپړ ډول افغانۍ دود کړ. د هغه په وینا ټول لوی کاروبار په بهرنیو پیسو کیږي چې حکومت یې مخه نده نیولې."

خو د افغانستان بانک د هلمند د څانګې عمومي مدیر عصمت الله فضلي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "دافغانستان بانک کې په کافي اندازه افغانۍ موجودي دي. سوداګر د افغانیو په کارولو کې پاتي راغلي او خپل سوداګري په بهرنیو پیسو کو."

هغه زیاته کړه په بانک کې یې د زړو بانک نوټونو د تبادلې دپاره څانګه ځانګړې کړې ده چې په دې سره به وکولای شي د ښار د افغانیو زاړه بانک نوټونه ټول کړي

هلمند چې له ګاونډي پاکستان سره شریکه پوله لري او ډېره راکړه ورکړه یې د افغانیو او ډالرو تر څنګ په پاکستانیو کالدارو ترسره کیږي.