شاته

بست تصدي د بودیجې نشتوالي له کبله د هلمند پنبه نشي پروسیس کولای

د هلمند ولایت د پنبې کروندګر وایي د بست تصدي د پنبې د فابریکې د نه فعالیت په وجه خپل حاصلات په کمه بیه په نورو ولایتونو کې خرڅوي چې بیا پاکستان ته انتقالیږي.

د بست تصدي فابریکه د پنځو کالو راهیسې د پنبې پیرودل درولي دي. د فابریکې مسؤلین وایي ماشینونه یې جوړ دي، خو د پنبې اخیستلو لپاره بودجه نلري.د دوی په وینا دا کار ددې سبب شوی چې کارګران یې بیکاره شي او کروندګرو ته هم تاوان ورسیږي.

د پنبې کروندګر وايي د همدغو ستونزو له کبله خپل حاصلات په ښار کې په ارزانه بيه پلوري او همدغه راز کندهار ته یې د پروسس دپاره انتقالوي.

د تصدی د دستګاه مدير عبدالباقي وايي: "ولسمشر غني د فابريکې د فعاليت لپاره چې کومې ۳۰۰ ميليونه افغانۍ ژمنه کړې وه تر اوسه یې ندي ترلاسه کړي. د دغو پیسو په تر لاسه کولو سره به د کروندګرو څخه د پنبې اخیستل پيل کړو او فابريکه به بيا په فعاليت پيل وکړي."

د بست تصدی فابريکه چې اوس پنبه نه پیري تر دوو کلونو پورې یې اخیستل شوې پنبه پروسس کړه چې وروسته بیا فابريکه په ټپه ودرېده. مسؤلين وايي که څه هم فابريکه کومه تخنيکي‌ ستونزه نه لري خو د پنبې د اخیستلو لپاره کافي بوديجه نشته.

هلمند پنبه د فابريکې په شتون کې له تېرو درو کلونو راپدې خوا کندهار ته انتقاليږي او هلته په خصوصي فابريکو کې پروسس کيږي چې خالصه پنبه بیا له هغې لاري پاکستان ته لېږدول کيږي.

د هلمند پنبه
د هلمند پنبه

بل خوا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسؤلين وايي سږ کال په دې ولايت کې د شاوخوا ۱۶ زره هکټاره ځمکه کې ۶۵ زره متريک ټنه پنبه توليد شوې.

ددې رياست د پلان مديررفيع الله قلم وايي د پنبې د کرکيلي د پراختيا لپاره یې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه، کيمياوي سري، درمل او نور اړين توکي‌ وېشلي دي.

همدارنګه یې په تحقيقاتي ‌فارم کې لس ډوله پنبه ازمويلې چې د مورني تخم په ترلاسه کولو سره به یې کروندګرو ته وويشي.