شاته

ایران وايي د اوکراینۍ الوتکې "تور بکس" بهر ته نه لیږي

ایراني مقاماتو ویلي چې بهر ته د اوکراینۍ پرځیدلې مسافر وړونکې الوتکې د "تور بکس" د لیږلو لپاره هیڅ ډول پروگرام نلري.

ایران تر اوسه ددې هیواد نه بهر ته ددې الوتکې د تور بکس د استولو په اړه ټولې غوښتنې له پامه غورځولي دي.

د رویترز اژانس د جمعې په ورځ جنورۍ ١٨ (مرغومي ٢٨) د ایراني رسنیو په حواله خبر ورکړی و چې ایران د اوکراینۍ الوتکې "تور بکس" لیږلو ته تیاری نیسي، خو د ایران دولتي اژانس ارنا دغه رپوټونه رد کړي دي.

ایرنا د ایران د هوایي چلند دادارې د رئیس حسن رضایيفر، له خولې لیکلي چې: "هڅه کوو د پرځیدلې اوکراینۍ الوتکې تور بکس په ایران کې مطالعه کړو او زمونږ راتلونکی انتخاب اوکراین او فرانسه دي، خو تر اوسه دوهم هیواد ته د هغې د لیږلو په اړه تصمیم ندی نیول شوی."

له دې دمخه د ایران د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي وو چې که اوکرایني متخصصینو ونشو کړای چې ددغه تور بکس معلومات ډاونلوډ او تحلیل کړي هغه به فرانسې ته واستوي.

خو د روسیې خبري اژانس تاس د اوکرایني مقاماتو له قوله ویلي چې ددغه تور بکس د معلوماتو ډانلوډول به د جنورۍ په ٢٠ د اوکراین په پایتخت کیف کې د نړیوالو متخصصینو او د ایران د هوایي چلند د ادارې د رئیس په حضور کې پیل شي.

د ایران سپاه پاسداران نژدې دوه اونۍ مخکې د اوکراین د هوایي چلند یوه الوتکه د تهران د امام خمیني د هوایي ډگر نه د الوتلو لږ وروسته وویشتله او وپرځوله. پدې الوتکه کې ټولې ١٧٦ سپرلۍ ووژل شوې.

د یو بل رپوټ له مخې د اوکراینۍ الوتکې د قربنیانو له ډلې نه د ١١ اوکرایني مسافرو جسدونه له ایران نه کیف ته انتقال شوي دي.