BBC
 شاته

ارګ: له بشپړ اوربند پرته به د سولې لپاره ګډې هڅې پایلې و نه لري

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، که د امریکايي او طالب استازو تر منځ پر اوربند هوکړه و نه شي د سولې لپاره به د افغانستان او امریکا ګډې هڅې پایلې و نه لري. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ''د تاو تریخوالي کمول ډېر وضاحت نه لري او خلک غواړي چې اوربند وشي او سوله راشي.''