شاته

'شکایتونو کمېسیون د استېناف غوښتنې۲۲۰۰ اعتراضونه ثبت کړي'

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر دا مهاله د استېناف غوښتنې په اړه یې شااوخوا ۲زره او ۲۰۰ اعتراضونه ثبت کړي دي.

د دغه کمېسیون ویاند قاسم الیاسي د شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۸مه» امریکا غږ اشنا ته وویل، چې له تیري سې شنبې راپدېخوا په ولایتونو کې د استېناف غوښتلو بهیر روان دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په ۲۲ ولایتونو کې د شکایتونو د ثبت بهیر بشپړ شوی، چې د نن ورځې تر پایه به په ټوتلو ولایتونو کې هم پای ته ورسېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند وویل، چې د استېناف غوښتلو په اړه ډېر شکایتونه د محمد اشرف غني په مشرۍ د «د دولت جوړونکي» او عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټېمونو لخوا ثبت شوي دي.

دغه کمېسیون ۱۵ ورځې نور وخت لري، چې د استېناف غوښتلو په اړه ثبت شوي شکایتونه وڅېړي او تر هغه وروسته خپل وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

ټاکل شوې د استېناف غوښتلو په اړه ټولو شکایتونو ته په مرکزي دفتر کې رسیدګي وشي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تېره اونۍ د ثبت شوو ۱۶زره او۵۰۰ ثبت شوو شکایتونو په اړه خپل پرېکړه اعلان کړه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، چې د ۱۶زره او ۵۰۰ ثبت شوو شکایتونو له ډلې ۹۸۶۶ یې د کره شواهدو د نشتوالي له امله بېرته رد شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې د شکایتونو تر څېړلو وروسته په ۲۱ ولایتونو کې د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې شوي او د ۵۳۱۶ محلونو رایې بېرته له سره شمېرل کېږي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د مېزان میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شوې، چې لومړنۍ پایلي یې تر درې میاشتو وروسته د روانې مرغومې میاشتې پر لومړۍ نېټه اعلان شوې.

تر هغه وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اعلان وکړ، چې معترض کاندیدان خپل شکایتونه له دغه کمېسیون سره ثبت کړي.

امریکا، یوناما او پر ټاکنو د څار ځینو بنسټونو له شکایتونو کمېسیون څخه غوښتي چې ټاکنیز شکایتونه په شفاف او مسلکي ډول وڅېړي.