شاته

د افغانستان ۱۹کلنه فوټسال ښځینه لوبډله د منځنۍ اسیا سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځینه لوبډله روانه اونۍ د منځنۍ اسیا د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځینه سیالیو کې، د ګډون لپاره د تاجکستان پلازمینې دوشبې ښار ته ځي.

دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځينه لوبډله بهرنیو سیالیو لپاره له هېواد نه بهر ځي.

دغه سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۴ مې نه بیا تر ۲۹ مې نېټې پورې د افغانستان په شمول د ایران، ترکمنستان، ازبکستان، قرغزستان او کوربه هیواد تاجکستان لوبډلې سره سیالۍ کوي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روزونکی رزاق ممرک وايي، افغانستان دغو سیالیو ته لازم چمتووالی نیولی دي.

ښاغلي ممرک امریکا غږ اشنا ته وویل: "سیالیو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی. راتلونکې چهارشنبه لوبډله تاجکستان ته ځي خو لوبغاړې د تلو نه مخکې اوس کابل کې دوستانه لوبې کوي چې لوبو ته نورې هم چمتو شي."

په پام کې ده چې راتلونکې چهارشنبه د افغانستان لوبډله تاجکستان ته ولاړه شي.

افغان لوبډله به په ترتیب له قرغزستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او د ترکمنستان لوبډلو سره پنځه سیالۍ وکړي.

دغه سیالۍ په امتیازي ډول دي او په پای کې هغه لوبډله د سیالیو ګټونکې بلل کیږي چې تر ټولو ډېرې نمرې یې ګټلي وي.