شاته

پاکستان: ایران د امریکا سره د کړکیچ د کمولو هڅه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني سره له کتنې وروسته ویلي تهران نوره جگړه او وینه تویدنه نه غواړي.

شاه محمود قریشي چې په تیره یوه اونۍ کې ایران او واشنگټن ته سفرونه درلودل د جمعې په (جنورۍ ١٧) یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره وکتل.

ښاغلي قریشي دا ونه ویل چې آیا د واشنگټن او تهران ترمنځ یې پیغامونه لیږدولي دي، خو زیاته یې کړه چې د ایراني مقاماتو سره له کتنې وروسته پدې پوه شوی چې دغه هیواد د تاوتریخوالي د زیاتولو په لټه کې ندی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل: "هغوی جگړه نه غواړي، هغوی نوره وینه تویدنه نه غواړي."

د امریکا متحده ایالاتو د جنورۍ په دریمه د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په یو هوایي برید کې په بغداد کې ووژاه.

ایران په غبرگون کې د عراق په دوو پوځي اډو د بالستیک میزایل وتوغول چې امریکایي سرتیري په کې میشت دي.که څه هم چې پدې بریدونو کې هیڅ امریکایي عسکر ندي وژل شوی خو د امریکا نظامي چارواکو تائید کړله چې ګڼ شمیر امریکایي عسکرو ته د برید نه وروسته سربدالي پیدا شوې او په همدې خاطر په جرمني او کویټ کې په روغتون کې بستر شویدي.

ښاغلی قریشي چې هیواد یې د سعودي عربستان سره نږدې اړیکې لري، وویل چې ایراني مشران هم د خپلو عربي گاونډیانو سره د تاوتریخوالي کمولو ته لیواله دي او ویلي یې دي چې په "هره کچه او هر قالب کې د تعادل" رامنځ ته کولو ته تیار دي.

امریکایي مقامات ایران پدې ملامتوي چې د سپتمبر په میاشت کې یې د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو برید کړی او د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې د سعودي سره نږدې اړیکې لري په ٢٠١٨ کې د ایران سره د لویدیځو ځواکونو د اټومي موافقې نه ووت او پر هغه هیواد یې اقتصادي بندیزون ولگول.

د عراق په الاسد پوځي اډه کې پر امریکایي ځواکونو باندې د ایران له برید وروسته واشنگټن آیت علي خامنه یي ته نژدې په اتو ایراني چارواکو او ١٧ شرکتونو باندې نوي او نور بندیزونه ولگول.

واشنگټن په یو بل نوي اقدام کې تیره ورځ جنرال حسن شاهوارپور، په ماهشهر ښار کې د اعتراض کوونکو د ځپلو په وجه په تور لست کې شامل کړ.

د ایران په چارو کې د امریکا ځانگړي استازي براین هوک، وویل: هغه (شاهوارپور) په ماهشهر سیمه کې د ١۴٨ بیوزلو ایرانیانو د ډله ییزې وژنې د څارنې مسؤل و."