شاته

د تاوتریخوالي پر کمېدو د افغانستان د نړیوالو متحدینو ټینګار

د افغانستان لپاره د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، ملګرو ملتونو او ناټو ځانګړو استازو تېره ورځ په دوبۍ کې د افغان سولې د بهیر په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا د جمعې په ورځ د «جنورۍ پر ۱۷مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د «ملګرو ملتونو او ناټو» فارمټ ګډه غونډه کې په افغانستان کې پر اوربند، تاوتریخوالي کمېدلو، بین الافغاني خبرو، د سولې بهیر پر راتلونکو پړاونو، د سولې هوکړې لپاره پر ضمانتونو او سیمه ییزو ابعادو باندې خبرې شوې.

ښاغلي کوبیا زیاته کړې، د ګډون کوونکو ترمنځ تر ډېره د نظرونو یووالي موجود و.

په دغه غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیزاد، د اروپايي ټولني ځانګړي استازي رونالد کوبیا، د جرمني ځانګړي استازي، پوتزیل مارکیوس او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچو یماموتو ګډون کړی و.

د افغانستان لپاره د جرمني استازي پوتزیل مارکیوس هم پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په دغه غونډه کې په افغانستان کې د سولې د هر اړخیز بهیر په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي مارکیوس زیاته کړې: "ټولو لورو پر دې موافقه کړې چې د تاوتریخوالي کمېدل لا هم اساسي مسئله ده."

د افغانستان لپاره دغه بهرني استازي پر داسې مهال د افغان سولې په اړه ګډه غونډه کوي، چې دا مهال په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرې روانې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وړمه ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي و، چې امریکايي او طالب استازو د سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو او اړوند نورو مسائلو باندې خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې دغه خبرې اوس هم رواني دي.

د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي بیا تېره ورځ یو ځل بیا د افغان حکومت پر مخکني شرط په ټینګار سره وویل، چې د سولې خبرو ته د رسېدو یوازینۍ لار د اوربند ټینګېدل دي.

تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي، چې طالبانو د امریکا له خوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو د وړاندیز منلو ته چمتوالی ښودلی دی.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړي دي.