شاته

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې کړي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۰۹ محلونو رأیې باطلې کړي. د دې کمېسیون ولایتي دفترونو همدا ډول ۹۸۶۶ شکایتونه بې اعتباره بللي او ترڅنګ یې په ۲۱ ولایتونو کې د رأی اچونې د ۵۳۱۶ محلونو د بیا شمېرنې پرېکړه کړې ده.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیونونو، د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو تر اعلان وروسته، د ثبت شویو شکایتونو په اړه پرېکړې وکړې.

د دې پرېکړو له مخې، د ثبت شویو ۱۶۵۵۱ شکایتونو له شمېرې، ۹۸۶۶ بې اعتباره بلل شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ريیسې زهره بیان شینوارې د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو د خپلو ولایتي کمېنشرانو د پرېکړو په اړه وویل، هغه شکایتونه چې رد شوي، مواجه دلایل او بشپړ اسناد یې نه درلودل:

"۱۸شکایتونه اصلاحي پروسس ته تللي دي، ۵۳۱۶ شکایتونو پر بنسټ، ۲۱ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه کېږي، ۱۰۹ محلونه باطل شوي، ۷۵ تنه نغدي جریمه شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۷۱ تنه له وظیفي لېرې شوي دي. ۱۱۱ شکایتونه استثنايي دي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، هغه ۱۱۱ استثنايي شکایتونه چې کابل ته رالېږل شوي، څلور مهم یې له وخت مخکې د ۱۰۲ زره رأیو، د ۱۳۷ زره شکمنو رایو، په هر محل کې د پایلو د پاڼې او بایومټریک دستګاه ترمنځ د یوې تر پنځو رایو توپیر او دغه شان د هغو ۲۴۲۴ محلونو په اړه دي چې بایومټریک معلومات نه لري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغو ۱۰۹ محلونو د رایو په اړه هم کره معلومات نه لري چې د ولایتي دفترونو له‌خوا باطل اعلان شوي دي، خو زیاتوي، دا محلونه د کابل او بدخشان په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې دي.

ټاکنیزې ډلې هم د باطلو شویو محلونو او تر خوا یې په دې محلونو کې د کارول شویو رایو په اړه دقیق معلومات نه لري.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له‌خوا د نږدې لس زره شکایتونو د بې اعتباره کېدو له پرېکړې هرکلی کوي.

د دې ټاکنیز ټیم یو ویاند رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل؛

"دا چې نږدې لس زره شکایتونه رد شوي، ښه خبر دی. هغه شکایتونه باید وڅېړل شي چې مستند دي. د همدې مستندو شکایتونو د څېړلو له مخې به، به زموږ د رایو فیصدي نوره هم زیاته شي. "

د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیز ټیم بیا وايي، دوی د هغو محلونو په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو څېړنه پیل کړې چې باطل شوي دي. د دې ټیم یو ویاند فریدون خوځون وايي:

"موږ د دې محلونو د پېژندنې او په اړه یې د معلوماتو لاسته راوړلو لپاره کار پیل کړی دی، خو دومره وایم چې د دې محلونو شمېر له دې ډېر دی. "

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، هغوی چې په پرېکړو اعتراض لري، کولای شي چې د درې ورځو په اوږدو کې استیناف غوښتنه وکړي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، همدا اوس په ۱۷ ولایتونو کې ۷۶۹ د استنیاف قضیې ثبت شوي دي.