شاته

خوست کې د قربانۍ د څارویو قیمتونه لوړ شویدي

د لوی اختر په رانږدې کېدو سره په ښارونو، په ځانګړي ډول هغو مارکېټونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه تر وروستي حده رسېږي، چې د قربانۍ لپاره په کې څاروي بازار ته عرضه کېږي.

شاه محمد د خوست ښار د څارويو په منډيۍ کې د قربانۍ لپاره د څاروي اخيستلو په لټه کې و. هغه وويل، داسې څاروی ګوري، چې هم يې قرباني پرې وشي او هم يې د اخيستلو وس ولري.

شاه محمد وويل: ”مال زموږ له وس څخه جګ شوی دی، تېر کال موږ پسونه اخيستي وو، خو سږ کال مالونه ډېر لوړ ختلي دي، د غريب سړي وس نه ورته رسېږي‟.

له دې کبله چې هر کال د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د څارويو نرخونه لوړېږي، ډېر خلک د قربانۍ لپاره د څاروي اخيستلو توان له لاسه ورکوي.

د څارويو نرخونه ځکه پورته خېږي، چې د مارکېټ تقضا زياته ده

د څارويو نرخونه ځکه پورته خېږي، چې د مارکېټ تقضا زياته ده

که څه هم د نرخونو کنترول د دولت مسووليت بلل کېږي، خو د کاروباريانو په وينا د قربانۍ په خاطر بازار ته د عرضه کېدونکو څارويو لپاره د نرخه نامې ټاکل هومره اسان نه دي، چې خلک يې فکر کوي.

سيد اصف شاه: ” تېر کال موږ دغه ځای ته راغلي وو، مال ډېر ارزان و، خو سږ کال ډېر جګ شوی دی، مخکې به، چې خلکو دوه يا درې برخه نيولې، هغوی اوس يوه برخه نيسي‟.

حاجي جبار خان په خوست کې د څارويو د خرڅلاو کاروبار کوي. د ده په وينا د څارويو نرخونه ځکه پورته خېږي، چې د مارکېټ تقضا زياته ده، خو په کور دننه يې د روزنې او ساتنې ترويج کمزوری دی.

جبارخان وايي، که څه هم له پاکستانه يې د څارويو واردات کم شوي، خو پر ځان د بساينې لپاره اړينه ده، چې په هېواد کې يې د ساتنې لپاره د فارمونو په برخه کې مشتبثينو ته د کار زمينه مساعده شي.

جبارخان وويل: ”موږ دغه ووړ مال له غزني څخه راوړوو، بيا يې دلته پر قصابانو خرڅوو او قربانۍ ته يې ورکوو، د تېرو کلونو په نسبت سږ کال د غوښې مال ډېر جګ شوی دی او هغه مالونه، چې غوښه کې لږ کمزوري دي، هغه ارزان دي‟.

په ټوليز ډول د خلکو وينا دا ده، چې په افغانستان او ځينو ګاونډيو هېوادونو کې د خاصو مقدسو اسلامي ورځو په راتلو سره د لومړنيو توکو نرخونه پورته خېږي، پداسې حال کې چې د اسلامي نړۍ زياتره هېوادونه ورته بيا ځانګړی تخفيف لري.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.