شاته

د ننګرهار د امنیې قومندان ووژل شو

د ننګرهار امنیه قوماندان زړور خان زاهد د یکشنبې په شپه په حصارک ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د افغانستان د ملي امنیت شورا "د هېواد د بې ننګه او لاسپوڅي دښمنان " د ښاغلي زاهد په وژلو تورن کړي دي.

د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر پر دغې پېښې خواشینې ښودلې او ویلي يې چې د قومندان زړور کورنۍ ته به خاصه پاملرنه کوي. د ملي امنیت د شورا په فیسبوک پاڼه کې قومندان زاهد د زړورتیا یو سمبول بلل شوی دی.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې قوماندان زړور زاهد د حصارک ولسوالۍ یوې امنیتي پوستې ته پر لاره و چې پر موټر ماین چاودنه کړې ده.

د حصارک ولسوال ملکو خان وايي چې امنیه قوماندان د شاهین په نوم پوستې ته ورتلو چې پر موټر یې ښخ شوي ماین چاودنه کړې چې قوماندان او د هغه یو ساتونکی پکې وژل شوي او درې ساتونکي یې زخمیان دي.

ولسوال همدا راز ویلي چې د ننګرهار امنیه قوماندان دوه ورځې وړاندې حصارک ته په دې موخه ورغلی و چې نوې امنیتي پوستې په دغې ولسوالۍ کې جوړې کړي. وسله والو طالبانو ددغې چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی.

حصارک د ننګرهار تر ټولو لرې پرته ولسوالۍ ده چې د کابل له سروبي او لوګر له ازرې ولسوالۍ سره نښتې ده.

په دغه ولسوالۍ کې د تېرې یوې میاشتې راهیسې حالت بیخي ترینګلي دي او دوه اونۍ وړاندې خو وسله وال طالبان د ولسوالۍ پر دیوالونو هم ور واوښتل.

طالبانو ځینو رسنیو ته ویلي چې دا کار دوی کړی دی. په ټولنیزو رسینو کې هم یو شمېر کسانو د هغه وژل غندلي او هغه یې د "اختر شهید" بللی دی.

زړور زاهد د لوی اختر په شپه ووژل شو.