شاته

جولي:د سوري مهاجرو وضعیت مې زړه ټوټې، ټوټې کړ

انجلینا جولي دا خبره په اردن کې د ازرق په نوم د مهاجرینو په یوه کمپ کې چې د وضعیت د څیړنې دپاره یې ورغلې وه، وکړې.

دا کمپ په دوه زره څوارلسم کې پرانستل شو او په اردن کې د سوریایی مهاجرینو تر ټولو دوهم لوي کمپ گڼل کیږي چې پکې همدا اوس پنځه پنځوس زره مهاجرین میشت دی.

ددې کمپ څخه د لیدنې پر مهال اغلې جولي د مهاجرینو سره خبرې وکړې، او دوي هم خپلې اندېښنې او هغه ستونزې چې هره ورځ ورسره مخ دي، ورسره شریکې کړې.

«حالات خورا ستونزمن دي خو هغه مهاجرین چې دلته دي ځانونه نیکمرغه بولي. د هغو میلون هاو نور سره په پرتلې چې په سوریې کې دننه په جنگونو کې ایسار پاتې دي او ژوند یې د خطر سره مخ دی.»

هغې زیاته کړه چې د سرحد سره په سیمه کې د ماشومانو، میندوارو میندو او ناروغانو په شمول، پنځه اویا زره تنه ایسار پاتې دي.

هغې د اردن مرستو ته په اشارې وویل چې دا د یوازی یوه هیواد بشري مسولیت نه دی بلکه پدې کار کې د نړۍ ټول بډای هیوادونه مرسته وکړي.

جولي زیاته کړه چې اردن د آگست د میاشتې نه را پدې خوا همدا وایي چې نور په یوازی سر د نورو مرستو توان نلري او نور هیوادونه دې هم مرستو ته مټی ونغاړي.»

اغلی جولي د کمپ د مسولینو او د ملگرو ملتونو له یو شمیر چارواکو سره وکتل. دوي ورته د بشري مرستو پر کموالي رڼا واچوله.

د ملگرو ملتونو چارواکو ددې حساسو او نیمگړو حالاتو د ستونزو په اړه چې سوري ایسار پاتې مهاجرین یې گالی خبرداری ورکړ.

ملگرو ملتونو هم د سپتمبر پر اومه د ستلایت له لارې ددې کمپ ځینی برخې وښودی چې د اردن سره په سرحدی سیمو کې دا سوریایی مهاجرین د څه ډول کړاونو سره لاس او گریوان دي.

هغې وویل اردن چې له اوږدې مودې ددې مهاجرینو سره ملاتړ ته دوام ورکوي تر دې وړاندې د مرستو توان نلري.

هغې زیاته کړه، «اردن د څو میاشتو نه راپدې خوا خبرداري خپروي چې دوي به په یوازی ځان ددې مهاجرینو سره د مرستی توان ونلري، او نړۍ هم د بیرم پر حالاتو خبره وه. دا پخپله د لا لویې ستونزې نښی نښانی دی چې څوک ورته پام نه اړوي.»

اردن اوس مهال د یو اعشاریه څلور ملیارد مهاجرینو کوربه هیواد دی چې اکثر یې په ښارونو کې ژوند کوي خو شاو خوا سل زره یې په کمپونو کې د مهاجرت ترخې شپې ورځې سبا کوي.

اغلې جولي پر نړیوالی ټولنې غږ وکړ چې دغی لانجې ته د حل یوه لاره ومومي.

هغې وویل، «زما پیغام د نړۍ مشرانو ته دا دی چې کله چې دوي لس ورځی وروسته په نیویارک کې د عمومی کلنۍ اسامبلې دپاره را غونډیږي دا اساسي پوښتنه مطرح کړي چې په سوریې کې د جگړې اځلي جرړې څه دي او د ختمولو دپاره یې څه باید وشي. او هیله کوم چې پر همدی مسلې تمرکز وشي.»

په سوریی کې د کورنۍ جگړې په ترڅ کې چې په دوه زره یولسم کې د یوې سوله اییزې مظاهرې څخه وروسته پیل شوه، تر اوسه پورې دوه سوه پنځوس زره کسان وژل شوي او د ١١ ملیونو څخه زیات نور بې ځایه شوي دي.