BBC
 شاته

د امریکا پوځ لوی درستیز افغانستان ته تللی

Image copyright arg
Image caption ښاغلي ډنفورډ (کیڼ لور ته) د افغانستان له ولسمشر سره خبرو کې د افغانستان ځانګړي ځواکونه په سیمه کې بې ساري بللي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د امریکا پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ کابل ته تللی او ددې هېواد له مشرانو سره یې کتلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوی، په دې کتنه کې جنرال ډنفورډ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه ځانګړو ځواکونو ستاینه کې چې په دغسې سختو شرایطو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

هغه همداراز ویلي، د افغانستان ځانګړي ځواکونه په سیمه کې بې ساري دي.

د افغانستان اجراییه ریاست هم ویلي، افغانستان کې د سولې ټینګښت، له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغانستان او امریکا وسله والو ځواکونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا هغه موضوع ګانې وې چې ښاغلي عبدالله او ډنفورډ پرې خبرې وکړې.

ښاغلي ډنفورډ د افغانستان د حریم په ساتنه او ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا ستایلې.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا به د افغانستان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او ژمنه ده چې دا ځواکونه په هر اړخیز ډول پیاوړي او سمبال کړي.

Image copyright CEO
Image caption ډنفورډ ویلي، امریکا به افغانستان امنیتي ځواکونو سمبالولو ته دوام ورکړي.

څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر له افغانستان نه د لیدنې پرمهال ویلي و چې کابل ته د راتګ هدف یې دا دی چې افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن ته ته ډېر واکونه ورکړي.

د افغانستان د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د ناټو چارواکو ویلي چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېرو ډېروالي ته په کتو، د نړیوالو ځواکونو هوایي بریدونه به هم ډېر شي.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې افغانستان کې مېشتو امریکایي سرتېرو واکونه یې ډېر کړي ترڅو د طالبانو او د افغانستان دولت نورو مخالفینو پروړاندې جګړه کې ګډون وکړي.

په دغو راپورونو کې د ښاغلي نېکلسن له قوله ویل شوي چې تردې وړاندې نړیوالو ځواکونو تر هغه پر هغوی هوایي بریدونه نه کول چې هغوی ته ګواښ نه ګڼل کېدل.