شاته

ډبلیو ایچ او: هر کال اته سوه زره خلک ځان وژني

ځان وژنه د نړۍ په ټولو هیوادونو کې کیږي. که خلک یې غریب وي او یا مالدار. اکثره کسان چې ځانونه وژني تنکي ځوانان او یا هغه کسان وي چې عمرونه یې د شلو و دیرشو کالونو په منځ کې وي. خو د روغتیایي چارو کارپوهان وایي چې د ځان وژنې مخه نیول کیدی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي چې د نړۍ پنځه اویا په سلو کې ځان وژني په هغو هیوادونو کیږي چې خلک پکې د منځنۍ کچې او یا د ټیټې کچې عاید لري.
د ډروتي پا په نامه یوه میرمن چې د خپل پلار د کبر په سر ولاړه ده ، وایي هغه وړه ماشومه وه چې پلار یې خپل ځان وواژه.

" زه نهه کلنه وم چې پلار مې خپل ځان وواژه. زه هغه د خپل ماشومتوب وروستۍ ورځ ګڼم. ځکه چې د هغې نه وروسته ما هیڅ وخت د امنیت او خوندیتوب احساس ونکړ. ما نور هیڅ دا احساس ونکړ چې نړۍ یو خوندي ځای دی. خلک باید هغه کسان چې خپل ځانونه وژني، بې ننګه او ډارن ونه ګڼي ځکه چې زما پلار ډیر زړه ور و. هغه په دوهم نړیوال جنګ کې جګړه کړې وه"
د میرمن پا پلار په واشنګټن ډي سې کې د آرلنګټن په هدیره کې ښخ دی. پدې هدیرې کې اکثره هغه امریکایان ښخیږي چې د جګړې په دوران کې وژل شوي وي. پا وایي په نهه کلنۍ کې د پلار غم یې ډیر سخت و خو تر هغې سخته بیا دا وه چې زوی یې هم څلور کاله مخکې ځان وواژه.

د پا زوی پیټر پنځه ویشت کلن و. هغه د ځان د حفاظت لپاره یو ټوپک اخیستی و ځکه په کوم ځای کې چې هغه اوسیده، امنیت یې ښه نه و. پا اوس د خپل زوی تصویر ته ګوري او ژاړي.

" دا د پیټر په عکسونو کې زما تر ټولو غوره عکس دی ځکه چې هغه پکې خندلي دي. زه پدې عکس کې د هغه شنې سترګې ګورم او هغه پکې ډیر دقیق ښکاري. زه فکر کوم چې هغه نړۍ په مینې ګوري. "
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې هر کال په ټولې نړۍ کې شاوخوا اته لکه خلک ځانونه وژني. دا پدې معنی چې په هرې ثانیې کې یو کس ځان وژنه کوي. د ځان وژنې پیښه په کورنیو ، ټولنو او هر چا ډیره بده اغیزه کوي.

خو د روغتیایي چارو کارپوهان بیا پدې عقیده دي چې د ځان وژنې مخه نیول کیدلی شي. دوي وایي که چیرته حکومتونه د مخدره موادو او شرابو د استعمال مخه ونیسي، پرې نږدې چې وسلې د هر چا لاسته ورشي، په ټولنې کې د ځان وژنې په هکله غلط فکرونه کم کړي او د هغو کسانو سره لازمې مرستې وکړي چې رواني فشار او نورې داسې ناروغۍ ولري چې خلک ځان وژنۍ ته مجبوره کوي، د ځان وژنې مخه به هم ونیول شي.

پال جان فریدو په امریکا کې د رواني ناروغیو د یو مرکز مشر دی. دی وایي چې رواني ناروغي سرطان ته ورته یو ډول ناروغي دي چې مختلفې مرحلې لري. ډاکټر جان فریدو وایي کله چې یو کس د ځان وژنې پریکړه کوي، کولی شو د هغه شخص سره یې پرتله کړو چې د سرطان ناروغي پکې وروستۍ مرحلې ته رسیدلی وي او نور یې د ژوندي پاتې کیدو هیڅ چانس نه وي. ‌

" هغه کسان چې کومه جدي رواني ناروغي ولري او د همدې ناروغۍ له وجې ځان وژني، پدې معنی چې د ناروغۍ په څلورمه او وروستۍ مرحله کې دي. ځان وژنه د ځینو ناروغیو وروستۍ کچه هم شمارل کیدی شي او د ضرور نده چې یوازې رواني ناروغي دي ولري. "
میرمن ډروتي پا وایي دا چې پلار او زوی یې خپل ځانونه ووژل، هغه یې دیته وهڅوله چې مټې راونغاړي او د ځان وژنې د مخنیوي لپاره مبارزه پیل کړي. پا وایي که چیرته کوم کس په ژوند کې ستونزې ولري، ښه به دا وایي چې مخامخ ترې وپوښتل شي " آیا د ځان وژنې خیال خو به نلرې. "

ډروتي پا وایي دا سخته پوښتنه ده چې د کوم چا نه وشي خو دومره سخته به نه وي چې د یو چا جنازې ته ورشې.

هغه وایي هیله لري چې د ځان وژنې په هکله د مبارزې له وجې به یې خلک دا درک کړي چې د ځان وژلو مخه نیول کیدی شي.