شاته

ایا سکس د ولادت د چټکتیا سبب کیږي

د امیندوارۍ په وروستیو ورځو کې اکثر امیندواره میرمنې په بې صبرۍ انتظار وي چې ماشوم وزیږوي او د بطن فشار یې کم شي. یو شمیر ښځې د ولادي دردونو د پارولو لپاره مختلفې لارې تجربه کوي.

په یوه نظرپوښتنه کې چې شاوخوا ۲۴۰۰ ښځو په کې برخه اخیستې وه، لږ تر لږه ٣٠ فیصده گډون کوونکو ویلي چې پخپله یې هڅه کړې چې په یو ډول سره د ولادت دردوونه وپاریږي او ماشوم وزیږي.

د مرچک لرونکو غذاو خوړل، نڅا، پیاده گرځیدل او کستر غوړي خوړل د اکثرو میندو په باور ولادي دردونه تحریکوي، خو د زیات شمیر ښځو په اند د ولادت د دردونو پارولو تر ټولوغوره لار سکس یا جنسي اړیکې گڼل شوې ده.

د شیکاگو د پوهنتون د ولادي او نسایي ډاکتره او څیړونکې جسیکا شپرد وایي ډیرې څیړنې شوې دي چې ایا جنسي مقاربت د ولادت د دردونو پارولو سبب کیږي او که نه؟

میرمن شپرد د "روغتیا" طبي خپرونې ته ویلي چېې اکثره څیړنې د جنسي اړیکو او د ولادت د دردونو د پارولو ترمنځ د دقیق ارتباط د پیدا کولو لپاره بریالۍ نه وې.

له دې دمخه د جنسي مقاربت او د ولادت د دردونو د پارولو ترمنځ د ارتباط په اړه د څیړنو نتیجو ضد او نقیض پایلې درلودلې دي.

د ٢٠٠٦ کال د یوې څیړنې موندنې چې د روغتیا د ملي انستیتوت په ویبپاڼه او د امریکا د ولادي او نسایي ژورنال کې خپرې شوي، ښیي چې د امیندوارۍ په ۴١ اونۍ کې جنسي مقاربت د ولادت د دردونو د پارولو سبب کیږي.

ددغو څیړنو له خپریدو څخه پوره یو کال وروسته د یوې بلې څیړنې نتیجې چې د سینگاپور په طبي ژورنال کې خپرې شوي د جنسي مقاربت او د ولادت ترمنځ ارتباط رد کړی دی.

خو بیا هم ډاکتره شپرد پدې باور ده چې جنسي مقاربت د ښځو د رحم د "عنق" ساحه هڅوي او کیدای شي چې د ولادت د پروسې د پیل کیدو سبب شي. همداشان د میرمن شپرد، په وینا د پروستاگلندین او اوکسیتوسین په شان هورمونونه چې د سکس پر وخت په بدن کې افرازیږي کولای شي د امیندوارۍ په وروستیو ورځو کې د زیږد د پروسې د پیل کیدو سبب شي.

د اوکسیتوسین هورمون د ولادت پر وخت په بدن کې تولیدیږي چې د رحم د حرکتونو او په پای کې د ماشوم د زیږد سبب کیږي. په ځینو مواردو کې ډاکتران هم د ولادت د پروسې د پیل کیدو لپاره دغه هورمون امیندوارو ښځو ته پیچکاري کوي.

ډاکتران سپارښتنه کوي چې زیږد یو کاملاً طبیعي حالت دی او په هیڅ حالت او د ډاکتر د مشورې پرته ښځې باید د ولادي دردونو د تحرک لپاره هڅه ونکړي او د زیږتون لپاره د ناتائید شویو لارو نه استفاده ونکړي.