شاته

بلخ کې د پولیسو او قیصاري د وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د عدلي او قضايي ارګانونو د حکم په اساس یې د فاریاب د پخواني امنیه قوماندان او سیمه ییزو ملېشو د مشر نظام الدین قیصاري د نیولو هڅې پيل کړي دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل نن یکشنبه د ډسمبر پر ۱۵مه «لېندۍ ۲۴مه» امریکا غږ وویل:"په دې وروستیو کې د نظام الدین قیصاري اړوند وسله وال د مزارشریف ښار د اوضاع خرابولو، بې نظمیو، د باج اخیستلو او عامه نظم ګډوډولو لامل شوي و، چې په دې اساس عدلي او قضايي ارګانونو د قیصاري او د هغه د وسله والو د نیولو حکم صادر کړ."

نوموړي زیاته کړه، چې نښته تېره شپه ۱۲ بجې پیل شوه، چې تر سهاره یې دوام درلود.

هغه وویل، چې قیصاري پولیسو ته له ځان سپارلو څخه ډډه کړې او وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده:"کله چې پولیسو د یاد کم په اساس نن یکشنبه د قیصاري او د هغه د غیر مسؤله وسله الو د تسلیمۍ په هدف د هغه کور محاصره، نوموړي وسله وال غبرګون وښود چې اوس هم جګړه روانه ده."

نظام الدین قیصاري
نظام الدین قیصاري

د نظام الدین قیصاري کور د مزار شریف ښار په پنځمه ناحیه کې موقعیت لري، تر دا مهاله په رامنځته شوې نښته کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د بلخ پولیس وايي، هڅه کوي، چې د قوماندان نظام الدین قیصاري او د هغه غیر مسؤل وسله والو د نیولو لپاره د عدلي او قضايي ارګانونو حکم عملي کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره میاشت وویل، چې د نظام الدین قیصاري د وسله والو لخوا د ملکي خلکو د ځورونې په اړه یې شکایتونه تر لاسه کړي، چې تر څېړنو وروسته به یې په اړه تصمیم ونیسي.

نظام الدین قیصاري تېر کال هم، د ځينو سرغړونو له امله د افغان حکومت لخوا ونیول شو، وروسته یې پلویانو په فاریاب او جوزجان کې د هغه د خوشي کولو په هدف پراخې مظاهرې وکړې.

وروسته نوموړی د ۱۳۹۷ کال د مرغومې پر ۶مه تر شپږ میاشتني بند وروسته، د افغان حکومت لخوا له زندانه خوشي شوو.

خپله قیصاري تر دا مهاله د نننۍ پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.