شاته Ff6ba336 7981 433d a4d5 fee3358db6b1 cx0 cy7 cw0 w800 h450

د سوډان پخوانی جمهور رئیس په دوه کاله بند محکوم شو

د سوډان یوې محکمې ددې هیواد پخوانی جمهور رئیس عمر البشیر، په دوه کاله زندان محکوم کړی دی.

د سوډان پخوانی ځواکمن جمهور رئیس عمر البشیر، چې درې لسیزې یې پر دې هیواد واکمني وکړه د روان کال د اپریل په میاشت کې د څو میاشتنیو اعتراضونو وروسته له واکه گوښه کړای شو.

محکمې د د شنبې په ورځ (دسمبر ١۴) ښاغلی بشیر په فساد او د غیر قانوني پیسو په ساتلو مجرم وگاڼه.

پدې وروستیو کې د سوډان امنیتي مقاماتو اعلان وکړ چې د ښاغلي بشیر د کور د لټولو په جریان کې یې په بکسونو کې پنځه میلیارد سوډاني پونډ چې ١٠٥ میلیونه ډالر کیږي، همداشان شپږ میلیونه یورو او ٣٥١ زره ډالر نغدې پیسې ترلاسه کړي دي.

عمر البشیر په ١٩٨٩ کال کې د پوځیانو او اسلامي سخت دریځو په مشرۍ د یوې کودتا په ترڅ کې په سوډان کې واکمن شو.

له هماغه وخت راهیسې د سوډان د پوځ د هغه ټینگ ملاتړ کاوه، خو د روان کال په پیل کې د څو میاشتنیو اعتراضونو وروسته د اپریل په میاشت کې هغه د سوډان د پوځ په ملاتړ د واک نه لرې کړای شو.