شاته

د ټاکنو کمېسیون اوو پاتې ولایتونو کې یکشنبې د رأیو بیاشمېرنه پيلوي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر موافقې وروسته، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د یکشنبې په ورځ به په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړي.

ددغه کمېسیون د دارالانشا رئيس حبیب الرحمن ننګ وايي، ټاکنیز ټکټونه دې له مداخلې پرته دوی ته د بیا شمېرنې او تفتیش اجازه ورکړي.

ښاغلي ننګ د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د میزان له شپږمې تر دې دمه چې کومې مداخلې چې د ټاکنیزو ټکټونو له لوري شوي، زموږ پر تخنیکي چارو یې اغیز کړی، یو بېلګه یې دا ده، مونږ ونه توانېدو چې د چارو ټایم لاین په خپل وخت پیل کړو، خو په ټکټونو غږ کوو چې په دغه اوو ولایتونو کې دې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش په پروسه کې مداخله نه ونه کړي او یوازې دې خپله څارنه ترسره کړي."

هغه وویل چې په درېیو ولایتونو سرپل، جوزجان او پنجشېر کې به د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش کار په یوه ورځ کې پای ته ورسېږي، خو په پاتې څلورو ولایتونو بغلان، بدخشان، تخار او فاریاب کې چې د رأیو محلونه یې زیات دی، یو څه وخت ونیسي.

بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو له کمېسیونه غواړي چې دا بهیر ژر پیل کړي.

د دغه کمېسیون ویاند محمد قاسم الیاسي وویل: "د انتخاباتو له خپلواک کمېسون څخه زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې په پاتې ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل کړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي. کله چې لومړنۍ پایلې اعلان شي او که په رسمي ډول له موږ سره شکایتونو ثبت شي، موږ به یې په تړاو خپلې څېړنې ولرو."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ورسته له هغې د انتخاباتو پر کمېسیون دا غږ کوي چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په غوښتنه په هغو اوو ولایتونو کې هم د رایو د بیا شمېرنې او تفتش بهیر ته اجازه ورکوي چې پخوا ددوی ملاتړو یې مخه نیولې وه.

ښاغلي عبدالله وویل، ددوی دا پرېکړه د هغو ۳۰۰ زره جنجالي رأیو د منلو په معنا نه ده او که باطلې نه شي، دوی به ابتدايي پایلې ونه مني.

نوموړي وویل: " له چې د انتخاباتي شکايتونو کمېسیون په غوښتنه له خلکو دا غوښتنه کوو، معنى يې دا نه ده چې موږ هغه ١٠٢زره رأيې چې تر ټاکلي وخت بهر کارول شوي، منو، هېڅکله نه. دا قانوني نه دي. نورې ١٣٧زره رايې مو هم نه دي منلي. د هغوى لپاره د جلا او ځانګړي تفتيش غوښتنه لرو. ځکه مشکوکې رايې دي او د هغوى په اړه قانع کوونکي دلايل نه شته."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې ښاغلی عبدالله یادو اوو ولایتونو ته نن له پنجشیر ولایت څخه خپل سفر پیل کړی او په خبره یې هلته به له خپلو پلویانو سره وګوري.

ښاغلي خوځون وویل: "تمه مو دا ده چې کمېسیون د خلکو حساسیت درک کړي او په دې وپوهېږي چې تقلبي رایې خلکو ته د منلو نه دي او خلک د خپلو رایو او برخلیک په اړه ډېر حساس دي. دوی (د ټاکنو کمېسیون) دې د لومړنیو پایلو تر اعلان مخکې پاکې رایې له ناپاکو جلاکړي او بیا دې نورې پروسې پر مخ یوسي".

په هغو ولایتونو چې ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ د رأیو د بیا شمېرنې بهیر پیل شي ۱۳۷۹ محلونه موجودي .

د انتخاباتو کمېسیون چارواکي وايي، دا بهیر به د روانې اوونۍ په ترڅ کې بشپړ او د اوونۍ تر پایه به لومړنۍ پایلې هم اعلان شي.