شاته

غزني کې د طالبانو نفوذي کسانو د محلي اردو ۲۵ سرتېري وژلي ـ چارواکي

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو د نفوذي کسانو په برید کې د سیمه ییزې اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي دي.

د قره باغ ولسوال غلام حبیب زیرک د شنبې په ورځ د ډسمبر ۱۴مه«لېندۍ۲۳مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاده پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ د «نوده» سیمې د سیمه ییزې اردو په قرارګاه کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل، چې دغه برید د طالبانو د اوو تنو نفوذي کسانو لخوا رامنځته شوی، چې په دغه قرارګاه کې د سیمه ییزو اردو په لیکو کې دنده تر سره کوله.

ولسوال وویل، چې بریدګرو د سیمه ییزې اردو ټول پوځي تجهیزیات هم له ځان سره وړي دي.

په دغه پېښه کې د دوو نورو سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ هم له امریکا غږ سره مرکه کې پېښه تائید کړه، خو زیاته کړه، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي، چې په دغه برید کې د سیمه ییزو اردو ۹ سرتېري وژل شوي دي.

د دغه برید مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.

دا پېښه پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې تېره اونۍ هم په یاده سیمه کې د ملي اردو شپږ سرتېري د طالبانو په کمین کې وژل شوي و.

تېره ورځ د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې لس ملکي وګړي هم ووژل شول.