شاته

ایران د اتومي انرژۍ دویمه بټۍ جوړوي

روسیه وايي له ایران سره د هغه هېواد د دویمې اتومي بټۍ د تاسیساتو په جوړولو کې مرسته کوي. ایران په خپل جنوبي سرحدي ښار، بوشهر کې د اتومي انرژۍ د دویمې بټۍ د تاسیساتو په جوړولو کار پیل کړی دی.

د ایران بله اتومي بټۍ هم په همدغه ښار کې ده او د نویو تاسیساتو جوړول شاوخوا لس کاله نیسي او ویل کیږي چې لس میلیارده ډالره لګښت پرې راځي.

ایران د خپل هستوي پروګرام د ځنډولو له تړون وروسته دا بټۍ جوړوي. تهران تېر کال له امریکا او د نړۍ د سترو ځواکمنو هېوادونو سره تړون وکړ، چې د خپل هستوي پروګرام غني کول به بندوي.

ولسمشر اوباما دا تړون بریالی بللی و او ویلي وو چې تړون اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي ټولې لارې تړي. دغه تړون د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت کې عملي شو.

خو له ایران سره د دغه تړون مخالفان وايي چې دا تړون د اتومي وسلو د غني کولو په برخه کې د تهران مخه نشي نیولی او همدغه راز دغه موافقه په منځني ختیځ کې د ایران پوځي مداخله هم نشي بندولی.

ایران له تړون وروسته زرګونه هغه سنترفیوزونه ختم کړل، چې یورانیم یې غني کول او همدغه راز یې د خپلې هستوي بټۍ د زیرمو زیاته برخه هم لېرې کړه. د ددغه کار په بدل کې نړۍ پر تهران بندیز لېرې کړ، چې کنګل شوي میلیاردونه ډالر یې بېرته ورکړل شول، دغه کار د ایران لپاره د سوداګرۍ او تجارت په برخه کې لوی پرمختګ وبلل شو.

خو، ایران شکایت لري چې د تړون له لاسلیک کولو او بندیز لېرې کېدو سره سره بیا هم د نړۍ ځیني بانکونه د پېسو په لېږد رالیږد کې له تهران سره زړه نازړه معامله کوي.

د ایران او نړۍ تر منځ د شوې اتومي موافقې له مخې د ایران د هستوي پروګرام د سنټرفیوزونو پر فعالیت لس کاله او د اتومي موادو په غني کولو ۱۵ کاله محدودیت لګول شوی. همدغه راز ۲۵ کاله وروسته به بیا د ملګرو ملتونو څارونکې ډله ورشي چې هر څه په خپلو سترګو وویني.

مګر په امریکا کې د اتومي پروګرام د چارو کارپوهان وايي د تړون له مخې ایران کافي وخت لري، چې اتوم بم جوړ کړي.