شاته
عبدالله: پاتې ۷ ولایتونو کې به د رایو بیا شمېرنې اجازه ورکوو
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله جمعه ناوخته کابل کې د خپلو پلویانو ترمنځ اعلان وکړ چې په هغو ۷ ولایتونو کې چې پلویانو یې د رایو د بیا شمېرنې مخه نیولې ده، د دې بهیر د بشپړېدو اجازه ورکوي. نوموړی وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د جمعې ورځې مشورتي غونډې هرکلی کوي.