شاته

کمیسیون: هیڅ ډول تخطي مو نده کړې، په جرات نتیجه اعلانوو

په افغانستان کې د جمهوري ریاست له انتخاباتو نه څه دپاسه دوه نیمې میاشتې وروسته لا هم نتیجې ندي اعلان شوي.

اصلي جنجال د ټاکنو وروسته د شاوخوا ٣٠٠ زرو جنجالي رایو د شمیرلو او تفتش په سر دی چې نن د دسمبر په ١٣ ددې ستونزې د هوارولو لپاره د دوو ټاکنیزو کمیسیونونو د چارواکو، جمهوري ریاست د یو شمیرنوماندانو، د څار ټولنواو د یو شمیر سیاسي ګوندونو د استازو په ګډون یوه غونډه وشوه چې شپږ ساعته یې دوام وکړ.

په غونډه کې د جمهوري ریاست د نوماندانو د یو شمیر استازو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشرتابه ترمنځ څو ځلې لفظې شخړې هم شوې.

د لفظې شخړو وروسته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عصمت الله مل وویل: "زه تاسو او درنو هیوادوالو ته یو څه وایم ، په ډاګه یې وایم او بې ډاره یې وایم، چې کمیسیون د انتخاباتو او کمیسیون د شکایاتو، چې مونږ سره تنګاتنګ همکاري لرو، هماهنګي لرو، ګډ مو سره کار کړی دی، هیڅ نوع تخطې مونږ نه ده کړې ، نه یې کوو او په مقابل کې يې ولاړ یو... مونږ په ډیر جرات سره نتیجه د انتخاباتو اعلانووهم یې قسمي اعلانوو او هم یې ابتدایي اعلانوو".

د افغانستان د دیموکراتو حقوق پوهانو د ټولنې رئیس عبدالکبیر رنجبرټاکنیزو کمیسیونونو ته وړاندیز ورکړ، چې د هغو یو سل او دوه زره رایو په اړه، چې د بایومټریک سیستم د دستګاګانو د معلوماتو له مخې د ټاکنو په ورځ یا د ټاکنو د ساعتونو وړاندې یا وروسته کارول شوي د پایلو د پاڼو یا "رزلټ شیټونو" پر اساس دې کمیسیونونه قضاوت وکړي او که پر دغو پاڼو د نوماندانو او د څارونکو لاسلیکونه وجود ولري، نو دا ډول رایې دې نه باطلیږي او که نوي نو باید باطلې شي.

ښاغلي رنجبر دوه زره ۴۳۲ محلونو د رایو په هکله وویل، چې صندوقونه دې پرانیستل شي، که د نوماندانو څارونکو په رزلټ شیټ کې لاسلیک کړی وي او د سټکر شوې تذکرې له مخې رایه کارول شوې وي نو باید دا رایې هم وشمیرل شي. هغه د ۱۳۷ زرو او ۶۳۰ جنجالي رایو په اړه وویل، چې د دغو رایو صندوقونه هم باید پرانیستل شي او دا وکتل شي، چې څومره رایې ورکوونکي په محل کې موجود وو او څومره رایې په صندقونو کې اچول شوي دي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمیشنر مولانا محمد عبدالله وویل، که په غیر مشرح ډول پایلې اعلان شي په صورت کې به د ټاکنو شفافیت تر پوښتنې راشي. هغه د پایلو د اعلان پر مهال د اوو ولایتونو د پایلو پر شاملولو ټینګار وکړ.

د دغو بحثونو په پای کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیز ټیم د کمپاین رئیس محمد عمر داودزي او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم مرستیال اسدالله سعادتي څخه وغوښتل شول، چې خپل وړاندیزونه د دې مسلې د حل لپاره وړاندې کړي.

ښاغلي سعادتي وویل، چې که چیرې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پایلې اعلان کړي، چې د درغلۍ څخه ډکه وي، د دغسې پایلو پر وړاندې به په کلکه ودریږي: "دا د افغانستان خلکو سره زمونږ ژمنه ده او داچې بیا هلته مونږ څه کولی شو او په کوم پړاو کې د درغلیو مخه ونیسو او د درغلیو په پایله کې د رامنځ ته شوي حاکمیت مخه ونیسو بیا دا مونږ پورې اړه لري".

محمد عمر داوزي د ښاغلي سعادتي څرګندونو ته په ځواب کې وویل " تاسو په ۲۷ ولایتونو کې هم د رایو د بیا شمیرلو د مخنیوي هڅې وکړې، خو په ۲۷ ولایتونو کې مو اثر او رسوخ نه درلود، په اوو ولایتونو کې مو اثر او رسوخ درلود خلکو مو خبره ومنله او د کمیسیون دفترونه مو وتړل".

د دغه بحث وروسته تمه کیده، چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون به خپله پریکړه اعلان کړي، خو تر اوسه لا دغه کمیسیون خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د نننۍ غونډې وړاندې د دې اونۍ په سر کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم ورته غونډه جوړه کړې وه، چې د کمیسیون او نوماندانو ترمنځ د شتو ستونزو په حل کې یې کومه مرسته ونه شوه کړی.