شاته

دوحه کې د سولې خبرې د مشورو لپاره ځنډول شوي

پر بګرام پوځي اډې د طالبانو د تېرې چهارشنبې ورځې تر برید وروسته په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرو کې لنډه وقفه راغلې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون ناوخته پر خپل ټوېټر لیکلي، چې پر بګرام پوځي اډې د برید په اړه یې طالبانو ته غوصه څرګنده کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي:"طالبان باید دا وښايي چې هغوی غواړي او دا توان لري چې د سولې په اړه د افغانانو غوښتنې ته ځواب ووايي."

د نوموړي په وینا بر بګرام پوځي اډې د طالبانو برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

هغه په خبرو کې د راغلې وقفې په اړه ویلي:"موږ یوه لنډه دمه اخلو چې هغوی «طالبان» پر دغې مهمې موضوع له خپل مشرتابه سره وغږیږي."

د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل په شمال کې د امریکايي سرتېرو په تر ټولو لویې پوځي اډې بګرام طالبانو موټر بم او وسله وال بریدونه وکړل.

طالبانو د دغه برید د مسؤلیت په اخیستلو ګڼ کورنیو او بهرنیو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه.

بلخوا پرون پنجشنبه ناوخته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا پر خپل ټویټر لیکلي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي د مذاکراتي پلاوي سره وکتله.

هغه هم په خبرو کې د رامنځته شوي وقفې په اړه لیکلي:"د خبرو فضا مثبته وه او دواړو خواوو موافقه وکړه چې د څو ورځو له وقفې او مشورو وروسته به خپلو خبرو ته دوام ورکړي."

په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استارو ترمنځ مذاکرات تر درې میاشتنې وقفې وروسته د تېرې شنبې په ورځ پیل شول.

دغه مذاکرات په تېره سپټمبر میاشت کې په کابل کې د طالبانو د موټر بم برید په غبرګون کې چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ افغا وګړي یې ووژل لغوه کړي وې.

دا دوهم ځل دی، پر امریکايي سرتېرو د طالبانو د برید په غبرګون کې د سولې په خبرو کې قفه راځي.

دا چې دغه خبرې به بېرته کله پیل شي، معلومه نه ده.