BBC
 شاته

طالبان: د سولې خبرې زموږ په غوښتنه ځنډول شوې

قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته ځواب کې وايي، چې د دې ډلې او امریکا خبرې د بګرام د وروستي برید له امله نه دي درول شوې. د وسلوالو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د دوی مرکچي پلاوي او زلمي خلیلزاد په پرونیو خبرو کې پر بګرام برید بحث نه دی شوی.