شاته

رحماني: د واشنګټن پوست د راپور ځینو برخو سره موافقه نه یمه

په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني وايي د افغانستان د جګړې په هکله د واشنګټن پوست د راپور له ځینو برخو سره موافقه نه ده.

واشنګټن پوست راپور ورکړی چې د امریکا جګپوړو پوځي او جګپوړو حکومتي چارواکو د افغانستان د جګړې په هکله خلک تیر ایستلي دي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل ځیني وخت د مصلحتونو له کبله ددې امکان نشته چې ټول معلومات شریک کړل شي.

هغه وايي"په افغانستان کې روانه جګړه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ده، دا نړیواله ترهګري ده. ځیني وخت د مصلحتونو له کبله چې د تهدید اندازه ډیره لوړه وي، هر څه له هر چا سره نشي شریک کولی. "

سفیره رویا رحماني وايي د واشنګټن پوست راپور له ځینو برخو سره هم موافقه نه ده چې د افغانستان جګړه د ګټلو وړ نه ده.

هغه ډېر جزیات ورنکړل چې د دغه راپور کومې برخې دي چې دا ورسره موافقه نه ده. خو وویل "په تیرو څو کلنو کې افغان ځواکونو د خپل ځان او وینې په بیه له خلکو او خاورې ساتنه کړې او آن د سیمې او نړۍ کې د ترهګرۍ د شدت کمولو لامل شوي دي، او مبارزه کوي.که ووایو چې دا جګړه بې ګټې ده. په حقیقت کې موږ د دښمن د تبلیغاتو د ماشین برخه کیږو."

واشنګټن پوست په داسې وخت کې د افغانستان د جګړې په هکله راپور خپور کړی دي چې په دغې جګړې باندې نږدې یو نیم ټریلیون ډالر لګول شوي، ۲۴۰۰ امریکايي سرتیري وژل شوي، ۲۰۵۸۹ ټپيان دي.

همدا شان ۶۴۱۲۴ افغان سرتیري وژل شوي، ۴۳۰۷۴ ملکي افغانان وژل شوي، ۴۲۱۰۰ طالب او نور جنګیالي هم وژل شوي دي.