BBC
 شاته

افغانستان: عواید د مخکې پرتله ډېر، خو له هدفه 'لږ' کم دي

د افغانستان مالیې وزارت چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د روان کال تر اوسه راټول شوي عواید ۱۹۸ ملیارده افغانیو ته رسېږي، خو د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون دغه شمېرې له مبالغې ډکې بولي او وايي، له ماليې وزارته یې بشپړ او کره جزیات غوښتي دي.