شاته

د افغانستان جګړې په اړه د واشنګټن پوست په راپور غبرګونونه

د افغانستان د جګړې په هکله د واشنګټن پوست ورځپاڼې د خپاره شوي راپور په اړه یو شمیر څیړونکو او پخوانیو چارواکو بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی استازی جیمز ډابنز دا راپور مهم بولي او وايي:" زیات شمیر نیوکې مخکې هم شوې دي، لږ تر لږه د ژورنالستانو لخوا ډیرې نیوکې شوي دي، نه یوازې د ژورنالیستانو لخوا چې د جګړې خبرونه خپروي، بلکې د ځینو پخوانیو چارواکو لخوا هم دلته یادونه شوېده."

د رند تحقیقاتي مرکز سیاسي څیړونکی مایک مزر د واشنګټن پوست راپور ډیر معلوماتي او حساس ګڼي خو وايي په مرکو کې دریځونه نه واضح کیږي.

ښاغلي مرز وویل:" په حقیقت کې دا یو ډیر جنجالي واقعیت په ګوته کوي، په داسې شرایطو کې چې ډیری وخت انتخاب د سم او غلط ترمنځ نه، بلکې د بد او بدتر ترمنځ وي."

د امریکا د سنا مجلس یو شمیر غړو لکه سناتور راند پال هم د خپاره شوي راپور په هکله ویلي چې ولس د پنټګان نه د حقیقت ویلو تمه درلوده.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د راپور په عکس العمل کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسوشیتیدپرس اژانس ته د سه شنبې په ورځ ( ډسمبر ۱۰ مه ) وویل چې افغانستان کمزوری او بی واکه ساتل کیږي.

ښاغلي کرزي ویلي:" فکر کوم یوازنی دلیل چې دوئ درواغ ویل اوس پوهیږو چې افغانستان يي له پامه غورځاوه او کوښښ يي کاوه چې موږ کمزوري او په جګړه کې وساتي - فساد ته زمینه مساعده کړي چې موږ په جنګ کې پاتی شوو، ترڅو هغوئ خپل اهداف ترلاسه کړي. مونږ وینو چې هغوی، أفغانستان، د خپلو لویو رقیبانو په وړاندې د یو لوی عملیاتي مرکز په توګه کاروي."

سناتور لیندسي ګراهم په دې باور دی چې د افغانستان جګړه هغه وخت ختمیږي چې امریکا له پاکستان سره خبرې وکړي نه له طالبانو سره .

ګراهم وویل: " دا چې له طالبانو سره مذاکرات روان دي، فکر کوم موږ غلطې کړې، باید له پاکستان سره مذاکرات پیل کړو، که پاکستان په خپله خاوره کې طالبانو ته ځای ور نه کړي په افغانستان کې به جګړه په څو اونیو کې پای ته ورسیږي."

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ دسمبر ٩ هغه دولتي اسناد خپاره کړل چې ددې ورځپاڼې د ریپوت پر بنسټ، لوړپوړو امریکایي مقاماتو د افغانستان د ١٨ کلنې جگړې په اړه په بې حده خوشبینانه ویناو خلک تیرایستلي دي.

پنټګان هم دا ادعا رد کړې چې د افغانستان د جګړې په هکله خلک تیر ایستل شوی دي.

د افغانستان په جګړه کې لږ تر لږه ۲۴۰۰ امریکايي سرتیري وژل شوي او پر دې جګړې شاوخوا یو ټریلیون ډالر لګیدلی دي.