شاته

د ماشومانو د حقونو تصویب شوي قانون پر سر ولسي جرګه کې اعتراضونه

د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسی جرګې لخوا تصویب شو، د دغې جرګې د یوشمير غړیو له خوا یو ځل بیا ستونزمن وګڼل شو.

ددغې جرګې ځینې غړي ددغه قانون ځینې برخې د اسلامي شرعیت له موازینو سره برابرې نه ګڼي. خو ځینې بیا ټینګارکوي چې، دغه قانون تصویب شوی او اعتراض کول پرې اړین نه دي.

په دغه قانون کې د اختلاف وړ مساله د ماشومتوب د عمر اندازه ده.

که څه هم په پام کې وه چې ولسي جرګه د چهارشنبې په ورځ د مالېې د وزیر په استجوابولو تمرکز وکړي، خو د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون د تصویبیدو پر سر، د ځینو وکیلانو ترمنځ شور او زوږ، د جرګې اجنډا بې نظمه کړه.

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو دغه قانون چې د دوشنبې په ورځ تصویب شوی، ناسم اقدام وباله او پر وړاندې یې اعتراض وکړ.

دوې ټینګار کاوه چې پر دغه قانون دې یوځل بیا بحث وشي.

د جرګې غړي شاه وزیر تره خېل وویل: "تيره ورځ د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون په همدغه تالار کې تصویب شو چې دا یو ناسم کار دی. تالار په هغه ورځ نصاب نه درلود. له بلې خوا کوم قانون چې د خدای او د اساسي قانون خلاف وي، موږ ته د منلو نه دی."

په دغه قانون کې د اختلاف وړ مورد ماشومانو د بلوغ عمر دی. په دغه قانون کې اتلس کاله د ماشوم د قانوني سن په توګه تصویب شوي دي.

د جرګې متعرض غړي دغه ماده له هغه څه سره چې اسلامي شریعت د بلوغ لپاره ټاکلې، په اختلاف کې ګڼي وايي، هرکله چې یو ماشوم بلوغ ته ورسیږي، د خپل برخه لیک ټاکلو حق لري.

خو د جرګې ځینې نور غړي بیا دغه قانون تصویب شوی ګڼي او پر عملي کیدو یې ټینګار کوي.

د جرګې غړې عزیزه جلیس وايي: "د قانون د تصویبیدو پرمهال پرته له شکه چې نصاب بشپړ و، ایا کولی شو لس کلن ماشوم چې بالغ شوی، ددغه قانون له مادي ملاتړه وباسو؟ ایا کیدای شي هغوی بې برخې کړو؟ په هیڅ صورت دا زموږ لپاره د نه منلو ده."

د ولسي جرګې د اداري پلاوي د معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ د جرګې نصاب ۱۴۸ وو او دغه قانون له درې مخالفو رایو پرته، په بشپړ اکثریت تصویب شو.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري د حقونو خپلواک کمیسیون د دغه قانون د تصویبیدو ملاتړ کوي او پلې کول یې د ماشومانو د حقونو د تامینولو لپاره مهم ګڼي.

ددغه کمیسیون د ماشومانو د همغږۍ د برخې مسوول نجیب الله ببرک زي ازادي رادیو ته وویل: "ددغه قانون په پلي کیدو سره تریوه حده د افغانستان د ماشومانو ستونزې هواریږي. دغه قانون د ماشومانو د حقونو مدافع دی او زموږ له نظره د ماشومان د وضعیت د ښه کولو لپاره مهم دی."

اوس روښانه نه ده چې د جرګې په راتلونکو ناستو کې به ددغه قانون برخه لیک څه کیږي؟

د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې لخوا په ۱۶ فصلونو او ۱۰۸ مادو کې تصویب شو.

دغه قانون په ولسي جرګې کې له تېرو څو کلونو راهیسې په یوې جنجالي موضوع بدله شوې وه چې عمده دلیل یې له اتلسو کلونو د لږ عمر لرونکي کس ته ماشوم ویل دي.