شاته

اصغر افغان بیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان اصغر افغان یو ځل بیا د ملي لوبډلې د کپتان په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي نن چهارشنبه د ډسمبر پر ۱۱مه «لندۍ۲۰مه» په یوه خبري کنفرانس کې اصغر افغان د ملي لوبډلې د کپتان او راشد خان یې د هغه د مرستیال په توګه اعلان کړ.

ښاغلي یوسفزي وویل، چې اصغر افغان به په درې فارمټونو کې، یو ورځینو، شل اوریزو او ټسټ لوبو کې د ملي لوبډلې کپتان وي.

اصغر افغان تر دې مخکې د څلورو کلونو لپاره د ملي لوبډلې د کپتان په توګه دنده تر سره کوله، چې په روان ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال جام تر پیلېدو مخکې له دندې څخه لیري شو او پر ځای یې ګلبدین نائب د ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو.

په نړیوال جام کې د افغانستان د زیاتو لوبو تر بایللو او په کرکټ بورډ کې د ځینو جنجالونو تر رامنځته کېدو وروسته راشد خان د ملي لوبډلې د کپتان په صفت وټاکل شو.