BBC
 شاته

ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر له بشپړیدو پرته چې اعتراض کوونکو يي د بیا شمېرنې مخه نیولې، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي. بل لور ته عبدالله عبدالله ویلي، د دوی 'قانوني غوښتنو' ته له رسېدو پرته د پایلو پر اعلان به بې توپیره پاتې نه شي.