شاته

پر بګرام پوځي اډې موټر بم او وسله وال برید شوی

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، نن چهارشنبه سهار شپږ بجې پر بګرام پوځي اډې موټر بم او وسله وال برید شوی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار د ډسمبر پر ۱۱مه«لېندۍ۲۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې لومړی په سیمه کې د کوریاییانو د غیر فعال روغتون مخې ته موټر بم برید شوی او ورورسته څو تنو وسله والو د دغه روغتون له ودانۍ څخه پر بګرام پوځي اډې وسله وال برید کړی دی.

هغې وویل، چې سیمه د بهرنیو ځواکونو لخوا کلابنده شوې او دا مهال د بریدګرو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

نوموړې زیات کړه، چې تر دا مهاله د پېښې له ځایه پنځه ملکي وګړي په ټپي حالت کې د پروان مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

خو د پروان ولایت د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي بیا امریکا غږ ته وویل، د یادې پېښې له ځایه ۵۰ ټپیان روغتون ته انتقال شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.

ښاغلي احمدي زیات کړه،د کورییانو روغتون چې له تېرو څلورو کلونو غیر فعال و، او امنیتي چارې په بګرام پوځي اډه کې د مېشتتو بهرنیو ځواکونو لخوا پر مخ وړل کېدلې.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

بګرام پوځي اډه په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی او مهم خوندي مرکز دی.

د تېرې نومبر میاشتې پر۲۸مه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم افغانستان ته په یو ناعلان شوي سفر په دغه پوځي اډه کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو، افغان ولسمشر او یو شمېر منسوبینو سره وکتله.

پر یاد مرکز دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې روانه اونۍ په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې، تر درې میاشتنې وقفې وروسته بیا پیل شوې.

د امریکا ولسمشر دغه خبرې په تېره سپټمبر میاشت کې په کابل ښار کې د طالبانو د یو موټر بم برید په غبرګون کې چې د یو امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل لغوه کړي وې.