'پر بګرام هوايي اډې برید کې له ۳۰ تنو زیات تپیان شوي'
په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي په بګرام هوايي اډه کې نن سهار وختي په یوه روغتیايي مرکز برید شوی دی.
د قاطع ملاتړ مأموریت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو بریدګرو دغه روغتیايي مرکز ته چې د سیمې خلکو تهیې خدمات وړاندې کول سخت زیان رسولی دی.
د قاطع ملاتړ مأموریت ویلي په برید کې امریکايي یا ائتلافي ځواکونو ته زیان نهدی رسېدلی.
د دوی په خبره افغان ګډو ځواکونو او بهرنیو عسکرو د بریدګرو حمله دفع کړې او د برید پر مهال د بګرام هوايي اډه خوندي وه.
مخکې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادي راډیو ته ویلي چې د بګرام هوايي اډې ته نږدې دوه موټر بم بریدونه شوي او وسلهوال دې اډې ته ننوتي دي.
ده ویلي و چې په میدان کې سختې ډزې روانې دي.
د بګرام ولسوال دغهراز وویل چې په دې پېښه کې له ۳۰ زیات کسان ټپیان شوي دي چې ښځې او ماشومان پهکې شامل دي.
د نوموړي په خبره د ټپیانو کورونه د پېښې ځای ته نږدې دي.
هغه وايي، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د تلفاتو د ډېرېدو امکان شته.
ویل کېږي چې د سیمې خلکو ته هم زیان اوښتی او ځیني ژوبل شوي کسان روغتونونو ته رسول شوي دي.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نهدی اخیستی.
په بګرام کې د امریکايي ځواکونو یو لوی شمېر سرتېري مېشت دي چې اکثر داسې بریدونه مخکې وسلهوالو طالبانو کول.
په بګرام کې دا برید داسې وخت کېږي چې د طالبانو سیاسي ډله په قطر کې له امریکایانو سره پر افغان سولې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې کوي.