BBC
 شاته

د قندیل بلوچ تورن وژونکی نیول شوی؛ ورور د خپلې خور وژل منلي

Image copyright qandeelbaloch

پاکستان د پنجاب ایالت د ملتان پولیسو ددې هېواد د مشهورې ماډلې قندیل بلوچ ورور د خپلې خور د وژنې په تور نیولی دی.

د هغې ورور پاکستاني رسنیو سره خبرو کې منلې چې خپله خور یې وژلې. وسیم ویلي، قندیل یې ځکه چې له امله یې دده کورنۍ بدنامه شوې ده.

د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د ښځو د حقونو فعالانو د نوموړې وژنه غندلې او د هغې د وژنې پرضد یې لاریونونه کړي دي.

۲۶ کلنه ماډله قندیل بلوچ هغه مهال مشهوره شوه چې پر ټولنیزو رسنیو یې د خپلو انځورونو او ویډیوګانو خپرول پیل کړل، په داسې یوه هېواد کې چې ترډېره په کې ددې کار مخالف ذهنیت شته.

سره له دې چې قندیل بلوچ پخوا هم مشهوره وه، خو په دې وروستیو کې د پاکستان له یوه دیني عالم مفتي عبدالقوي سره د هغې لیده کاته او د انځورونو او ویډګانو خپرېدو ددغه هېواد د اسلامپالو ګوندونو نیوکې راوپارولې.

خو د هغې ترڅنګ ډېرې نیوکې پر مفتي عبدالقوي وشوې.

د قندیل بلوچ کورنۍ او پولیس وایي، نوموړې د شنبې په شپه په خپل کور کې وژل شوې.

پاکستاني پولیس وایي، دغه ماډله د خپل ورور وسیم لخوا زندۍ شوې ده.

Image caption پاکستاني پولیس وایي، دغه ماډله د خپل ورور وسیم لخوا زندۍ شوې ده.

د هغه ورور د قتل په تور د یکشنبې په شپه نیول شوی او په یوه خبري غونډه کې یې له رسنیو سره خبرې کړې دي.

وسیم له پاکستاني رسنیو سره خبرو کې وویل، "دی یو بلوچ دی او هغه څه چې قندیل د بلوچې په توګه کول ده نشوای زغملی."

د بشري حقونو فعالانو ویلي، قندیل بلوچ د پت په نوم وژل شوې، هغه څه چې له امله یې هر کال پاکستان کې لسګونه نجونې د خپلې کورنۍ لخوا وژل کېږي.

د پاکستان دغې ماډلې تر وژل کېدو څو ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو ته ویلي و چې د خوندیتوب احساس نه کوي او د هغې د ساتنې لپاره باید ورته ساتونکي ورکړل شي، خو چارواکو د هغه غوښتنه رد کړې وه.

د قندیل بلوچ مړی نن یکشنبې (جولای ۱۷مه) د پاکستان پنجاب ایالت په ډېره غازی خان سیمه کې خاورو ته سپارل شوی.