شاته

طالبانو هغه سپین ږیري تښتولي چې د دولتي مامور جنازې ته تللي وو

افغان چارواکي وایي وسله والو طالبانو ۴۵ هغه سپین ږیري تښتولي چې د یو دولتي مامور په جنازه کې یې برخه اخیستې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې تښتول شوي ټول سپین ږیري دي.

د جوزجان د ملي امنیت مشر خرم اسوشیتدپرس سره خبرو کې دا پېښه منلې ده، خو وایي چې تښتول شوي کسان شپږ تنه دي او پاتې نور قومي مشران د طالبانو سیمې ته ورغلي چې یرغمل شوي کسان خوشي کړي.

طالبانو تر خپل کنترول او نفوذ لاندې سیمو کې خلکو ته خبر ورکړی دی چې د حکومتي مامورانو په جنازو کې ګډون ونکړي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم معلومه ده چې دا د کوم حکومتي مامور جنازه وه او دا پېښه دقیقآ کله شوې ده.

دا پېښه داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ د افغان ولسمشر غني لمړي مرستیال جنرال دوستم په شبرغان کې د افغانستان د دفاع له وزیر اسدالله خالد او د ناټو له عمومي قوماندان سکات میلر سره ولیدل.

دوستم وویل چې دوی د شمال د امنیت په اړه خبرې وکړې او ژر به د طالبانو او داعش پر ضد عملیات پیل شي.