شاته

هند کې یوې فابریکې کې اورلګېدنې ۴۳ تنه مړه کړي

د هند په مرکز ډیلې کې نن یکشنبه د «ډسمبر پر ۸مه» سهار په یوې فابریکې کې د اورلګېدنې له امله ۴۳ تنه مړه شوي دي.

دغه اور لګېدنه په «انجاماندي» سیمه کې په یو لوی مارکېټ کې رامنځته شوې ده.

هندي چارواکي وايي چې د دغې پېښې د علت معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړي دي.

«ټایمز اف انډیا» خبري آژانس د هندي چارواکو په حواله ویلي، چې د یادې فابریکې ۵۰ تنه نور کار کوونکي د اور وژونکو ډلو لخوا ژغورل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ګڼ کسان د اورلګېدنې له امله د رامنځته شوي دود څخه اغېزمن شوي و، چې د درملنې لپاره روغتونونو ته انتقال شوي دي.

چارواکو ویلي، چې د اور خاموشه کولو او خلکو د ژغورلو لپاره ۱۶ ژغورونکې ډلې او اور وژونکي ټېمونه سیمې ته رسېدلي دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه پر خپل ټویټر ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د خلکو د ژغورلو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د هند د اور وژونکي ډلې مرستیال سونیل چوهدري رسنیو ته ویلي، چې د اورلګېدنې رامنځته کېدو پرمهال د فابریکې کار کوونکي ویده و.

د هندي چارواکو په وینا په دغه فربریکه کې د ښوونځي بستې، بوتلونه او نور پلاستیکي توکي ساتل کېدل.

تر دا مهاله د رامنځته شوي اورلګېدنې لامل نه دی معلوم.