شاته

افغان لامبوزن د توکیو اولمپیکي سیالیو کې ګډون کوي

د لومړي ځل لپاره د افغانستان په استازيتوب یو ځوان لامبوزن د جاپان په ۲۰۲۰زېږدیز کال اولمپیکي سیالیو کې ګډون کوي.

اتلس کلن فهیم انوري چې له شپږو کلونو راهیسې لامبي وايي، د هغو سیالیو په لړ کې چې تېره اونۍ کابل کې وشوې نوموړي پکې لومړی مقام خپل کړ او په دې اساس راتلونکو اولمپیکي سیالیو ته د افغانستان نه یواځینی وړ لامبوزن وبلل شو.

انوري چې د افغانستان د لامبوزنو د ملي ټیم غړی هم دی امریکا غږ ته وویل:

"د افغان لامبو وهونکو له منځه د ۲۰۲۰کال اولمپیک سیالیو ته د ګډون لپاره وړ وګڼل شوم. نږدې اته میاشتې وخت مې مخې ته دې او اوس غواړم چې دغو سیالیو ته لا ښه چمتوالی ونیسم. غواړم نړیوالو ته وښیم چې افغانستان په ټولو ورزشي څانګو کې استعداونه لري."

فهیم انوري وايي، په ډېرو ستونزو یې دې ځای ته ځان رسولی. هغه زیاته کړه: "په یوې میاشت کې موږ د د دولت له خوا زر افغانۍ معاش اخلو چې هېڅ بسنه نه کوي."

له بلې خوا د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون روزونکی جواد رضايي وايي، د لامبو وهنې ورزشکاران لازمې اسانتیاوې نه لري.

هغه امریکا غږ ته وویل:"ستونزې دېرې دي، لومړی موږ د لامبلو لپاره یو معیاري حوض نه لرو. ورزشکارن مو په خصوصي حوضونو کې لامبي چې ډېر لګښت لري حال دا چې دولت په یوې میاشت کې یوازې زر افغانۍ ورزشکارانو ته ورکوي."

ښاغلي رضايي زیاته کړه دولت او پانګه وال باید د دغو ستونزو په هوارۍ کې مرسته وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په استازیتوب په لامبو وهنې کې یو ورزشکار په اولمپیکي سیالیو کې برخه اخلي.

له دې مخکې افغانستان ته لومړنۍ اولمپیکي د برونزو مډال، روح الله نیکپاه د بیجینګ ۲۰۰۸ اولمپیکي سیالیو کې د ټکوانډو په برخې کې ګټلی دی.

په پام کې ده چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د جولای په ۲۴مه د جاپان پلازمېنه توکیو په کوربه توب، اولمپیکي سیالۍ ترسره شي.

په دغو سیالیو کې له نړۍ نه ۱۱ زره ورزشکاران د ۵۰ بېلابیلو ورزشي رشتو نه سره سیالۍ وکړي.