شاته

ارګ قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل تائيد کړل

د افغانستان جمهوري ریاست نن شنبه د ډسمبر پر ۷مه«لېندۍ۱۶مه» په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو بیا پیلېدل تائيد کړل.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري له امریکا غږ سره خبرو کې هیله وښودله، چې یاد مذاکرات په افغانستان کې د تلپاتې سولې، اوربند ټینګېدو او د تاوتریخوالي کمېدو لامل شي.

نوموړې زیاته کړه:"موږ هیله مند یو چې دا نوی فصل د خبرو په افغانستان کې دایمي سولې ته لار هواره کړي، د تلپاتې اوربند او تاوتریخوالې د قطعه کېدو لامل شي."

نن شنبه یوې امریکايي سرچینې هم له امریکا غږ سره خبرو کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د یو ځل بیا پیلېدو خبر ورکړ.

دغه سرچینې وویل، چې په یاد پړاو مذاکراتو کې به د دواړو لورو تمرکز په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو وي، چې ورسره به «بین الافغاني» خبرو او اوربند ته زمینه برابره شي.

د یادو مذاکراتو د بېرته پیلېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اونۍ کابل ته د سفر پر مهال د ولسمشر غني په ګډون افغان چارواکو او سیاسینو سره د سولې د بهیر په اړه لیدنې تر سره کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم افغانستان ته د ښاغلي خلیلزاد تر سفر مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د احتمالي پیلېدو خبر ورکړی و.

د یاد وازارت په اعلامیه کې راغلي و:"ټاکل شوې سفیر خلیلزاد یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي،ترڅو د بین الافغاني خبرو او په سوله ییزه توګه د جګړې د پای ته رسولو، په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي کمولو په اړه، چې اوربند ته زمینه برابره کړي خبري وکړي."

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت افغانستان ته د خپل نا اعلان شوي سفر پر مهال له ولسمشر غني سره لیدنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بېرته پيلېدو په اړه خبر ورکړی و.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له نن څخه پوره درې میاشتې مخکې د سپټمبر پر ۷مه په کابل کې د طالبانو د موټر بم په غبرګون کې چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل له طالبانو سره د سولې خبرې چې وروستي پړاو ته نژدې شوي وې لغوه اعلان کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو تر دامهاله نن شنبه په دوحه کې د دواړو لورو ترمنځ د پيل شوو خبرو په اړه تبصره نه ده کړې.

له ولسمشر غني سره د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي لیدنه

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، نن شنبه د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان ولسمشر غني ته ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه معلومات ورکړل.

د ارګ د اعلامیې له‌مخې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي وویل، چې هېواد یې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

شااوخوا دوې اونۍ مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوي پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره تهران ته سفر کړی و.