شاته

بهرنيو چارو وزارت: د اسیا زړه کنفرانس کې د افغانستان په سوله خبري کیږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې راتلوونکې دوشنبه د ډیسمبر په نهمه د ترکیې استانبول ښار به د اسیا د زړه د هیوادونو - د «استانبول پروسې» د کنفرانس کوربه وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني به په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اوردوغان سره به یو ځای د اسیا د زړه د هیوادونو دا کنفرانس پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې تر دې کنفرانس یوه ورځ وړاندې یعنې د ډیسمبر په اتمه به د لوړ پوړو چارواکو غونډه هم وي او پکې به د اسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس اعلامیه ترتیب کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زبیر جوینده د شنبې په ورځ د ډیسمبر پر۷مه «لېندۍ۱۶مه» امریکا غږ ته وویل"په‌دې ناسته کې د نورو ناستو په څير ټول ګواښونه، پرمختګونه او په سیمه کې د ورځې تودې مسئلې تر څیړنې لاندې نیول کیږي. له دغو ګواښونو سره د مبارزې لپاره به نوي تعهدات وشي. ددې کنفرانس پایله به یوه نوې اعلامیه وي او قوي تعهدات به پکې وي".

دا وزارت وايي، د افغانستان سوله به هم ددې کنفرانس د بحثونو په محوریت کې راڅرخي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې د اسیا د زړه د هیوادونو کنفرانس افغان حکومت ته یوه ښه موقع ده، ترڅو د سولې لپاره د خپل اووه ماده ایزه پلان لپاره د سیمې اجماع را خپله کړي.

د سیاسي چارو کارپوه نبي مصداق وویل امریکا غږ ته وویل: "د کنفرانس عمده بحث به د افغانستان په سوله وي، افغانستان به خپله طرحه وړاندې کړي او ددغو هیوادونو ملاتړ ورته مهم دی".

دا کنفرانس د استانبول د پروسې اتم کنفرانس دی چې دایریږي، پنځلس غړي، شپاړس ملاتړي هیوادونه پکې ګډون لري او دوولس سیمه ییز او نړیوال سازمانونه به پدغه کنفرانس کې برخه واخلي.