شاته

د کابل ښار د هوا ککړتیا په اړه اندېښنې

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره د کابل د هوا د ککړتیا په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له خلکو غواړي، چې د هوا ککړتیا د مخنیوي په برخه کې له حکومت او په ځانګړي ډول له دغه ادارې سره مرسته وکړي.

د دغه ادارې مشر شاه زمان میوندي د شنبې په ورځ د ډسمبر پر ۷مه « لېندۍ۱۶مه» خبریالانو ته وویل، چې حکومت د کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه اندېښمن دی.

ښاغلي میوندي، د غیري پلاني ساحو پراختیا، د منظم ښاري ټرانسپورټ نشتوالی، د شنو ساحو کموالی، خامه سړکونه، د برېښنا کموالی او په ژمې د خلکو لخوا د بېلابېلو سونګ توکو کارول د هوا د ککړتیا له اصلي لاملونو څخه وبلل.

هغه کابل ښاریانو ته په خطاب کې وویل:"د هوا د پاکېدو لپاره ګډو منظمو هڅو ته اړتیا لرو، نو باید په دې اړه خپلې ګډې هڅې زیاتې کړو."

دغه کنفرانس ته د چاپیریال ساتنې ملي اداري مسلکي معین عزت الله صدیقي هم وویل، چې د کابل ښار شپږمه، دوهمه، اتمه او شپاړسمه ناحیه هغه سیمې دي چې د هوا ککړتیا پکې زیاته شوې ده.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، د کابل ښار په ځینو برخو کې د هوا ککړتیا له ټاکل شوي معیار څخه له دوو تر درې برابرو زیاته شوې ده.

که څه هم روان کال په افغانستان کې د ککړې هوا له امله د مړو شوو کسانو شمېر معلوم نه دی، خو د راپورنو له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د ۲۶ زره د مور او ماشوم مړینه د ککړې هوا له امله وه.

بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني وړمه شپه په ارګ کې د چاپیریال ساتنې ادارې له مسؤلینو سره لیدنه کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي کمېسیون پر کار او د دغه کمېسیون د غړو پر بې تفاوتۍنارضایتي ښودلې وه.

ولسمشر غني د یادې ادارې چارواکو ته لس ورځې وخت ورکړئ، چې د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي په برخه کې خپلې طرحې وړاندې کړي.