BBC
 شاته

د ناکامورا کورنۍ د مړي لېږد لپاره افغانستان ته ورسېده

په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني خیریه کارکوونکي ډاکټر تېڅو ناکامورا کونډه او مشرۍ لور نن 'جمعه ۶ دسمبر' افغانستان ته رسېدلې دي چې د ده مړى له ځان سره يوسي. ارګ وايي، ولسمشر غني د ناکامورا له کونډې او لور سره په لیدنه کې له هغوی سره خواخوږي څرګنده کړې.