شاته

عراق د نوي صدراعظم ټاکلو لپاره چمتووالی نیسي

په عراق کې د شیعه مذهبو مخور رهبر، علي سیستاني ټینگار کړی چې په عراق کې دې نوی صدراعظم د هر ډول بهرنیو لاسوهنو پرته وټاکل شي.

د عراق مخکني صدراعظم عادل عبدالمهدي تیره اونۍ له خپلې دندې استعفا ورکړه او پارلمان یې هم استعفا ومنله.

علي سیستاني د جمعې په ورځ (دسمبر ۶) وویل: هیله مند یو چې نوی صدراعظم به د اساسي قانون په اساس وټاکل شي او دغه ټاکنه باید د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پرته وشي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د یو شمیر راپورونو له مخې بغداد ته د ایران د یو ځانګړي استازي د سفر او له نوي حکومت څخه د ایران د ملاتړ په اړه خبر ورکړل شوی دی.

علي سیستاني چې په عراق کې د شیعه مذهبو تر ټولو ستر مذهبي مشر دی، تل یې په عراق کې د بهرنیو لاسوهنو پر ضد خبرې کړي او په عراق کې یې ایران ته د ورته یو حکومت له رامنځته کیدلو سره مخالفت کړی دی.

په عراق کې د دولت ضد لاریونونو په ترڅ کې علي سیستاني د عادل عبدالمهدي د ملاتړ څخه لاس واخیست او له هغه یې وغوښتل چې په هیواد کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کیدو د مخنیوي لپاره استعفا ورکړي.

د عراق د اساسي قانون په اساس د یو صدراعظم له استعفا وروسته باید په ۱۵ ورځو کې نوی صدراعظم او د هغه د حکومت نوي غړي معرفي شي.

سره له دې چې د عراق د پارلمان غړیو ویلي چې د نوي حکومت جوړیدو وروسته به د راتلونکي کال ټاکنو لپاره تیار وي، خو لاریون کوونکي لا هم په عراق کې د ټاکنو په قانون کې ځینې بدلونونه او د ټاکنو لپاره د یو بې طرفه کمیسیون جوړیدل غواړي.