BBC
 شاته

ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د موقت حکومت غوښتنه کړې

د افغان ولسمشریزو ټاکنو یو کاندید ګلبدین حکمتیار وايي، افغانستان کې د شفافو ټاکنو او سولې راتګ لپاره موقت حکومت ته اړتیا لري. ښاغلي حکمتیار د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کې اوسنی افغان حکومت 'د جګړې دوام عامل او د سولې راتګ پر وړاندې خنډ' وباله.