شاته

خوب کې ډارېدل په وېښه کې د انسان ویره کموي- څېړنه

د یوې نوې څیړنې پایلو ښودلې چې د ویرې خوبونه لیدل کولی شي په واقعي ژوند کې د انسانانو د ویرې په کمولو سره مرسته وکړي.

ځینې سویسي او امریکايي ساینسپوهان د خوب پر مهال د انسان د مغز فعالیت له څارلو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي چې د ویرې خوبونه کولی شي په واقعي ژوند کې د ویرې سره په مبارزې کې د ماغزو فعالیت زیات کړي.

د سویس د ژنیو او د امریکا د ویسکانسن پوهنتون سایسنپوهان وایي چې د خوبونو لیدل کولی شي د ځینو رواني ستونزو په ورکولو کې هم مرسته وکړي.

البته په دغې څیړنې کې د عادي خوبونو تاثیرات ارزول شوي دي، نه د ویرې خوبونو.

د دغې څیړنې پایلې د (مغز بردارۍ) په علمي ژورنال کې خپرې شوي چې بد او د ویرې خوبونه پکې د انسان د فکري توان زیاتولو او د ویرې له شرایطو سره مبارزې کې اړین بللي.

ساینسپوهان وايي چې کله یو کس له یو بد خوب څخه بیداریږي، د مغز هغه برخه یې چې د ویرې په وړاندې غبرګون ښيي، د نورو برخو په پرتله ښه فعالیت کوي. دوی زیاتوي چې هر څومره ډیر بد خوبونه ولیدل شي، هغومره دغه برخه ډیره فعالیږي.

څیړونکي په دې باور دي چې د بدو او د ویرې خوبونو لیدل په واقعي ژوند کې له دغسې احساساتو سره د انسان د مبارزې یو ډول تمرین دی.

د ویرې خوب لیدل د انسان د مغز فعالیت لپاره تر هغې ښې پایلې لري چې انسان په عادي ژوند کې ونه ویروي.