شاته

د استازو مجلس د ټرمپ د استیضاح لپاره د تورونو مسوده جوړوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي له قضائیه کمېټې څخه غوښتي چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د استیضاح لپاره د تورونو مسوده جوړه کړي.

مېرمن پلوسي د پنجشنبې په ورځ [ډیسامبر پنځمه] په یوې ټلویزیوني وینا کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ د "جمهوري ریاست له واکونو څخه ناوړه استفاده کړې ده".

لدغو څرګندونو مخکې ولسمشر ټرمپ ټویټ کړی و چې که "غواړئ استیضاح مې کړئ، همداوس یې وکړئ".

د ولسمشر د استیضاح لپاره تحقیقات د جولاي په ۲۵ نېټه د ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ویلادمیر زېلنسکي ترمنځ له ټېلفوني مکالمې نه وروسته پیل شول.

دېموکرات وکیلان ادعا کوي چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر فشار راوړی چې پر سیاسي رقیب یې، جوبایډن باندې تحقیقات وکړي.

د استازو د مجلس قضائيه کمېټې د چهارشنبې په ورځ له څلورو حقوق پوهانو سره سلا مشوره وکړه څو معلومه کړي چې آیا ولسمشر له خپل واک نه ناوړه استفاده کړې ده یا نه.

اکثریت استادانو ویل چې ولسمشر له خپل واک نه ناوړه استفاده کړې او باید استیضاح شي.

د امریکا د ولسمشر د استیضاح بهیر دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00