شاته

لکشمي؛ د نارینو د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو لومړنۍ لوبڅاره

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې ګانديکوتا سروا لکشمي به لومړنۍ ښځه وي چې د نارینو د کرکټ په یوې ورځینو لوبو کې لوبڅاره/ریفري وي.

د کرکټ نړیوالې شورا د پنچشنبې په ورځ (دسمبر۵) په یوې اعلامیې کې لیکلي دي چې مېرمن لکشمي به د دسمبر په اتمه نیټه د دویم لیګ په سیالیو کې د امریکا او متحدو عربو اماراتو د ټیمونو ترمنځ د لوبې لوبڅاره وي.

وايي هغه به په خپل دغه کار سره یو تاریخ جوړوي، ځکه چې لومړنۍ ښځه به وي چې په دا ډول سیالیو کې لوبڅاري کوي.

دا مېرمنه څو میاشتې مخکې د نارینو د کرکټ د څو شل اوریزو سیالیو لوبڅاري هم وکړه او هلته یې هم تاریخ جوړ کړ.

دا ۵۱ کلنه هندۍ مېرمن په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کې د ښځو د کورنیو سیالیو لوبڅاري وکړه. ګاندیکوتا سروا لکشمي مخکې د هند د کورنیو سیالیو لوبغاړې او روزونکې وه.

د دویم لیګ سیالۍ د امریکا، متحده عربو اماراتو، پاپوا نیوګیني، نیپال، سکاتلنډ، عمان او نمبیا ترمنځ دي چې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د ورتلو یو پړاو بلل کیږي.

دا سیالۍ په شارجه کې کیږي.