شاته

د افغانستان ملي امنیت وروستۍ وژنې د طالبانو کار بولي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست سرپرست ویلي، چې طالبانو په خپل جګړه‌ییز تاکتیک کې د بدلون په راوستلو سره د سیاسي شخصیتونو وژلو ته مخه کړې ده.

د ملي امنیت ریاست سرپرست احمد ضیا سراج دا څرګندونې د افغانستان د مشرانو جرګې له لومړي مرستیال سره په لیدنه کې کړي دي.

د مشرانو جرګې له خوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د دغې جرګې مرستیال محمدعلم ایزدیار د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د وروستیو وژنو په اړه د ملي امنیت له ریاست څخه وضاحت غوښتی.

مشرانو جرګې په دې اړه په داسې حال کې وضاحت غوښتی، چې په تېرو دوو اونیو کې د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده، د ملي امنیت ریاست دوه کارکوونکي او د ملګرو ملتونو د کارکوونکو یو موټر د ناپیژندو وسله‌الو له خوا په کابل کې په نښه شول.

د مشرانو جرګې د بیان په اساس ښاغلي سراج ویلي: "طالبانو د جګړې په ډګر کې درانه تلفات لیدلي دي او د هغوی یو شمېر نوموتي قوماندانان وژل شوي دي، له دې امله یې خپل تاکتیک بدل کړی او د شخصیتونو په وژنې لاس پورې کوي".

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې د وحید مژده په وژلو کې لاس لرل رد کړي وو.

ښاغلي سراج دغه راز ادعا کړې، چې د کندهار د پولیسو پخواني قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د وژنې عاملین په پاکستان کې دي او د دوی د پرله پسې غوښتنو سربیره پاکستاني مقاماتو د هغوی په نیولو کې همکاري نه ده کړې.

جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رئیس د روان کال د تلې/میزان په ۲۶مه د کندهار د والي د دفتر په انګړ کې ووژل شول.