شاته

دوستم د افغانستان په شمال کې پوځي عملیات پیلوي

د افغانستان د جمهوري ریاست لمړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې د قاطع ملاتړ د ماموریت د ځواکونو په همکارۍ په شمال کې پوځي عملیات پیلوي.

ښاغلي دوستم په تېرې شاوخوا یوې اونۍ کې د امریکایي او جرمني ځواکونو د مشرانو سره لیده کاته کړي دي. د دوشنبې په ورځ یې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ میلر او د افغانستان د دفاع له وزیر اسدالله خالد سره هم ولیدل.

همداراز نن پنجشنبه (دسمبر۵) په شمال کې د قاطع ماموریت د ملاتړ ځواکونو مشر او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان له ښاغلي دوستم سره ولیدل.

د دوی غونډه د بندو دروازو تر شا وشوه، خو ښاغلي دوستم خبریالانو ته وویل چې ژر به په شمال کې د ترهګرو د ځپلو لپاره پوځي عملیات پیلوي.

هغه وویل: " د شمال امنیتي حالت مو وارزوه او دا مو معلومه کړه چې په کومه سیمه کې لومړی درجه امنیتي ګواښ شته. دا چې دا عملیات به کله او کوم ځای کې پیلوو، وروسته به یې په اړه درته ووایم."

ښاغلي دوستم تر دې مخکې ویلي وو که افغان حکومت ورته اجازه ورکړي، د طالبانو او داعش پر ضد عملیاتو کې به برخه واخلي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزي چې له دوستم سره یې لیدلي، وویل چې هغوی ته هم په شمال کې د داعش د پټنځایونو په اړه راپورونه رسېدلي دي.

هغه وویل: "په هغو سیمو کې چې افغان امنیتي ځواکونه نشته، د داعش د موجودیت په اړه ترې راپورونه راځي. موږ ډاډ درکوو چې افغان ځواکونه په ګډه کار کوي چې، د داعش، القاعده او طالب په نامه هر موجود مرکز ختم کړي. "

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان په شمال کې د قاطع ملاتړ د ماموریت له چارواکو سره په ګډه له جنرال دوستم سره ليدلي او د هغو ځایونو په اړه یې ترې مشورې غوښتي چې له ګواښ سره مخامخ دي.

هغه وویل ټاکل شوې چې ژر به په شمال کې د قاطع ملاتړ د ځواکونو په ننګه او د لمړي مرستیال په مشورو عملیات پیل شي.

جنرال دوستم چې د ولسمشر غني لمړی مرستیال دی، له هغه سره ښه روابط نه پالي. څه موده مخکې هغه ظاهرآ ترکیې ته تبعید کړل شوی و چې بیا بېرته راغی. ښاغلي دوستم د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د (ثبات او همپالنې) د ټیم غړی دی.