شاته

ټاکنیز جنجالونه؛ د ټاکنو کمېسیون د راتلونکې اوونۍ یوه مشورتي ناسته جوړوي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ټاکنیزو جنجالونو د حل په هدف یې د څارونکو بنسټونو، ټاکنیزو ډلو او سیاسي ګوندونو استازي یوې ناستې ته وربللي دي.

دا غونډه به د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ (دسمبر ۸مه) جوړه شي.

د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند علي افتخاري نن د پنجشبې په ورځ (دسمبر ۵مه) ازادي راډيو ته وویل، دوی به ګډونوالو ته په دغه ناسته کې د میزان د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړي.

ښاغلي افتخاري وویل: "په هغه څه چې لا هم هغوی (ټاکنیزې ډلې) ناسم پوهاوی لري چې ګوندې د قانون خلاف کار کوي، په داسې حال کې ده چې د کمېسیون ټولې کړنې تر دې دمه د انتخاباتو د لوایحو پر بنسټ دي، په جزئیاتو به پرې بحث وشي."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې په ګډون د ځینو ټاکنیزو ډلو د مخالفت له امله تر دې دمه کمېسیون نه دی توانېدلی چې په بغلان، پنجشېر، تخار، بدخشان، فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش وکړي.

معترض نوماندان د ټاکنو له کمېسیونه غواړي هغه ۳۰۰ زره رلیې چې د دوی په خبره تقلبي دي، باطلې اعلان کړي، خو د انتخاباتو کمېسیون وايي لومړی باید رأیې بیاوشمېرل شي او وارزول شي ترڅو په اړه یې پرېکړه وشي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړي وایي، د ټاکنو کمېسیون د راتلونکې اوونۍ ناسته باید علني وي.

د دغې ډلې یوه ویاند فریدون خوځون د پنجشبنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دې ناسته کې باید خبریالان او نړیوال بنسټونه هم حضور ولري.

ښاغلي خوځون زیاته کړه: "هیله مندي دا ده چې ټول بنسټونه خپل دلایل ووایي او زموږ دلایل هم واوري. بله هیله مندي دا ده چې په علني ناسته کې کمېسیون نه شي کولای یو ځل بیا د خپلو قانون خلاف کړنو باندې ټینګار وکړي."

خو د ټاکنو کمېسیون ویاند وویل، د یکشنبې ورځې علني ناسته کې د خبریالانو او رسنیو د حضور په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا استازو هم ویلي چې په دې ناسته کې به ګډون وکړي.

د دغې شورا ویاند نثار احمد نثار ازادي راډيو ته وویل، دا ناسته به هغه وخت وکړای شي چې ټاکنیز جنجالونه حل کړي چې د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ نوماندان د پایلو د روڼوالي په اړه ډاډمن کړي.

بل خوا د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله سره له دې چې دغه ناسته د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره ګټوره بولي، خو وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه باید د سولې عالي شورا په شان زیاتې مشورتي ناستې جوړې کړي.

د دغې ډلې یوه ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته وویل، کمېسیون باید د خپلې پرېکړې په اساس د ټاکنو پایلې ژر اعلان کړي.

هغه وویل: "ښه ده چې د انتخاباتو کمېسیون له نوماندانو سره خبرې وکړي او رضایت یې تر لاسه کړي، خو کمېسیون دې یو څه نه هېروي چې د انتخاباتو کمېسیون د سولې عالي شورا نه ده، کمېسیون خپلواک دی او باید د قوانینو پر اساس مخته ولاړ شي او ژر دې د انتخاباتو پایلې اعلان کړي."

د ولسمشرۍ ټاکنو جنجالونه تر دې کچې پېچلې شوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوو میاشتو په تېرېدو ان نه دی توانېدلی چې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

له دې وړاندې کمېسیون ویلي چې لومړنۍ پایلې به د رایو د بیا شمېرنې او تفیتش پروسې تر بشپړېدو وروسته اعلان شي.