شاته
'عراق کې د ایراني توغندیو پټ انبار'
امریکايي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې په منځني ختیځ کې د واشنګټن د ګتو پرضد د ګواښ ډېرېدو خبر ورکړی او وايي ایران په پټه په عراق کې د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو یو وسلهتون جوړ کړی دی. نیویارک ټایمز د امریکا د پوځي او امنیتي چارواکو له خولې ویلي، د ایران دا کار د هغو هڅو یوه برخه ده، چې غواړي په منځني ختیځ کې وېره خپره کړي.